سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره ګوري

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره ګوري

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته ځي.

د راپورونو له مخې هغه به نن له دوحې اسلام اباد ته لاړ شي څو، له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر روانو خبرو بحثونه ولري.

سرچينې وایي خليلزاد به دغه راز له پاکستان وغواړي، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي او طالبان اوربند او د تاوتریخوالي کموالي ته وهڅوي.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%85%d9%86%da%81%d9%8a-%d8%ae/

په دې اړه تر دې دمه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

خلیلزاد په دوحه کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې بین الافغاني خبرې اترې د افغانانو لپاره تر ټولو ښه زېری دی او تمه لري، چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

1 COMMENT

  1. اول خو موږ ټول ځوریدلی اوولس لاس په دعا یوو چی خدای ج دی تل پاتی سوله را ولی چی دا د بیګناه افغانانو وینه بهیدنه بنده سی. او الله پاک دی ټولو ته هدایت په نیکو اعمالو وکړی چی د اوولس غم ورسره پیدا سی. اوس سوال دادی چی لمر خو په دوه ګوتو نه پټیږی او طالبان باید دا ادعا نوره ونکړی چی دوی خود مختاره دیږ دوی پرته له پنجابیانو یوه وړه پریکړه هم نسی کولی ځکه دوی ټول خپل تجارت او فامیلونه آی ایس آی ته ګروی ورکړی او د آزادی او د اوولس غم خوړل یی تری اخیستی. کنه ولی ټول خارجیان او افغانان او دوی د هری خوښی لپاره پاکستان ته منډی وهی او آخری منظوری له آی ایس آی او پنجاب اخلی. ښه مثال یی قطری طالبان او خلیلزاد دی. نو که ریښتونی سوله غواړی طالبان دا غیرت د وکړی چی خپل ځان له پاکستانه را ټول کړی او د یوی خپلواکی ډلی په توګه عمل وکړی تر څو د افغانانو په زړونو کښی ځای ځایګی پیدا کړی. آیا موږ داسی ډلی ته امارت اسلامی ویلی سوو چی د غلامی حلقه یی په غوږونو کښی وی؟ اسلام خو د آزادی دین دی نه د مریه توب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب