سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهکرزی: افغان پلاوی به هېڅکله هغه څه ونه مني، چې د شاتګ...

کرزی: افغان پلاوی به هېڅکله هغه څه ونه مني، چې د شاتګ لامل ګرځي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي له بلومبرګ سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به د مېرمنو پر حقوقو هېڅ ډول معاملې ته تیار نه شي.

کرزي په سوله کې وروستیو پرمختګونو ته هیله مندي ښودلې او په خبره یې په تمه دی، چې روانه جګړه ژر د خبرو له لارې حل شي.

د نوموړي په خبره افغان پلاوی د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او دوی به هېڅ وخت په مذاکراتو کې داسې څه ته اجازه ور نه کړي، چې د شاتګ لامل شي.

پخوانی ولسمشر د مېرمنو د زده کړو پر حق هم غږېدلی او په ویلي یې دي، چې اجازه نه ورکوي څو له افغان نجونود  زده کړو حق واخیستل شي.

حامد کرزي دغه راز پر دواړو لورو غږ کړی، چې په پوره حوصله مندۍ خبرو اترو ته دوام ورکړي او د بهرنیانو له لاسوهنې پرته هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي.

حامد کزي داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې ټاکل شوې نن په دوحه کې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.

د بین الافغاني خبرو پرانيسته د تېرې شنبې په ورځ په دوحه کې د نړيوالو په حضور کې شوې ده.

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%aa%da%93%d8%a7%d9%88-%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب