Homeخبرونهپه بلاروس کې لا هم د حکومت ضد لاریونونه دوام لري

په بلاروس کې لا هم د حکومت ضد لاریونونه دوام لري

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) شاوخوا څلور اونۍ کېږي، چې زرګونه بلاروسیان لارو او سړکونو ته د حکومت پر ضد راووتي او لاريون یې کړی دی.

لاريون کوونکي په دغه هېواد کې د یوې میاشتې مخکې ټاکنو پایلې نه مني.

د لاریون کوونکو په خبره لوکاشینکو له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی او دا ځل یېهم په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده.

لارویون کوونکي په قهرجن اندازه د ټاکنو د باطلېدو او لوکاشینکو د استعفا غوښتنه کوي.

د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې په تازه لاریونونو کې تېره ورځ ۴۰۰ لاریون کوونکي نیول شوي دي.

د دې تر څنګ امنیتي ادارو زیاته کړې، چې په ښارونوکې به لا ډېر پولیس ځای پر ځای کړي.

دوی لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د نورو په لمسون دې د بلاروس نظم نه خرابوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...