دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهایکانومېست نشریه: د سولې له خبرو سره هم مهاله جګړه بې باوري...

ایکانومېست نشریه: د سولې له خبرو سره هم مهاله جګړه بې باوري زياتوي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پيل وروسته بیا هم ورځ تر بلې په هېواد کې جګړه زور اخلي.

که څه هم په هېواد کې د روانې جګړې د دایمي حل هڅې روانې دي خو تازه ایکانومېست نشریه لیکلي، چې« دا یو ښه اقدام دی چې په افغانستان کې ښکېل لوري هڅه کوي د خبرو له لارې جګړه ختمه کړي خو دغه بهیر به له ډېرو خنډونو سره مخ وي.»

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%aa%da%93%d8%a7%d9%88-%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/

سرچینې زیاته کړې، چې په دې باور دي څو د سولې په روانو خبرو کې دواړه لوري په خپلو دریځونو کې نرمښت وښيي او په دې توګه په هېواد کې د روانې اوږدې جګړې د پای لپاره هوکړې ته ورسېږي.

یادې نشریې دغه راز زیاته کړې، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او په خبره يې دا، چې خبرې پایله ولري باید تاوتریخوالی کم شي.

اېکانومېست نشریې زیاه کړې، چې له سولې سره هم مهاله د جګړې دوام د باور پر ځای د بې باورۍ فضا پیاوړې کولای شي.

https://taand.net/%da%a9%d8%b1%d8%b2%db%8c-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%db%8c-%d8%a8%d9%87-%d9%87%db%90%da%85%da%a9%d9%84%d9%87-%d9%87%d8%ba%d9%87-%da%85%d9%87-%d9%88%d9%86%d9%87-%d9%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی