یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهافغان او طالب پلاوي نن پر ټاکل شوو اجنډاوو بحثونه کوي

افغان او طالب پلاوي نن پر ټاکل شوو اجنډاوو بحثونه کوي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د راپورونو له مخې نن په رسمي توګه د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روانې خونړۍ جګړې د پای لپاره مخامخ خبرې اترې پيلېږي.

تېره ورځ د دواړو لورو استازو د مذاکراتي غونډو پر اجنډا خبرې کړې دي او نن به پر ټاکل شوو اجنډاوو بحثونه کېږي.

ویل کېږي، چې د افغان حکومت د پلاوي لومړنۍ غوښتنه به د اوربند تامین وي، خو طالبانو بیا ویلي، چې په دې لاره کې د شته خنډونو له منځه وړلو ته لومړیتوب ورکوي.

بل لورته د سولې له مذاکراتي پلاوي سره تللی هیئت بېرته کابل ته را رسېدلی دی.

د ملي روغې جوړې دعالي شورا مشر او د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، چې د دغه پلاوي مشري یې کوله کابل ته راغلي دي خو، طالبانو او افغان حکومت ګډ ۴۲ کسیز پلاوی به په دوحه کې خپلو مذاکراتو ته دوام ورکوي.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%85%d9%86%da%81%d9%8a-%d8%ae/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب