یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهميلي: افغانستان دې نور د نړیوالو ترهګرو د پټنځای په توګه نه...

ميلي: افغانستان دې نور د نړیوالو ترهګرو د پټنځای په توګه نه کارول کېږي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د امريکا د پوځ لوی درستيز جنرال مارک میلي وايي، چې افغانستان باید بیا هېڅکله د نړیوالو ترهګرو لپاره د پټنځای په توګه ونه کارول شي.

مارک ميلي دغه راز په دوحه کې بین الافغاني خبرې اترې د امریکا او افغانستان امنیت لپاره مهم ياد کړي دي او زیاته کړې یې ده، چې دوی به هېڅکله د افغان او ناټو ځواکونو قربانۍ هېرې نه کړي.

ميلي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې هم مهاله ورسره د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پيل شوې دي.

ویل کيږې د دواړو لوریو پلاوي نن د خبرو اترو پر اجنډاوو بحثونه کوي.

له دې سره هم مهاله پاکستاني رسنۍ وایي، چې ښايي نن په افغان سوله کې د امریکا خاص استازی زلمی خليلزاد د افغان سولې په تړاو پاکستان ته لاړ شي.

https://taand.net/%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%aa%da%93%d8%a7%d9%88-%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی