جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل...

د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شو

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ماشومانو د فلج یا پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړ.

د یاد وزارت مسولان زیاتوي، چې په دې کمپاین کې به پر څه باندې ۶ میلیونو تر پنځوکلونو کم عمره افغان ماشومانو واکسین تطبيق شي.

د پولیو ضد کمپاین د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله د څو میاشتو لپاره ځنډېدلی و، چې له امله یې د پولیو تر څلوېښتو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي او د پېښو د لا ډېرېدو وېره یې پارولې ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دا کمپاین به د افغانستان په ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د څلورو ورځو لپاره دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...