یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeسپورتشهزاد او ګلبدین د ډسپلين کېټې له اصولو د سرغړونې له امله...

شهزاد او ګلبدین د ډسپلين کېټې له اصولو د سرغړونې له امله جريمه شول

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د افغانستان د کرکټ بورډ ډسپلین کمېټې د یوې پرېکړې پرمهال د بوست ساتونکو او مس عینک اتلانو لوبډلې دوه لوبغاړي ګلبدین نایب او محمد شهزاد د ډسپلين له اصولو د سرغړونې په خاطر جريمه کړي دي.

د کرکټ بورډ د ډسپلين کېټې ویلي، چې له دواړو څخه به د یوې لوبې ۷۵ سلنه فیس ګرځول کېږي.

شهزاد محمد او ګلبدین نائب د افغانستان د شپږيزه کرکټ ليک اووم پړاو سیاليو د تېرې شنبې په ورځ په لوبه کې له یوه بل سره لفظي شخړه وکړه.

د دواړو لوبغاړو خپلمنځي لفظي شخړې د کرکټ د مينه والو او مبصرينو غبرګونونه هم را وپارول.

د افغانستان کرکټ بورډ ډسپلین کمېټه وایي، چې دواړه لوبغاړي په ډرافټ مراسمو کې په ایکن کټګوري کې په ۵ نیم لکه افغانۍ اخیستل شوي، چې په ترتیب سره به د یوې لوبې ۷۵ سلنه پیسي وګرځول شي، چې شاوخوا ۷۵ زره افغانۍ کېږي.

د معلوماتو له مخې دواړو لوبغاړو ته د نغدي سزا ترڅنګ لیکل شوې اخطاریه هم ورکړې ده چې بیا لپاره به د دا ډول چلند کولو له امله له لوبو کېنول شي.

د یادولو ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ ته د فرهان یوسفزي د راتګ وروسته د لوبغاړو ترمنځ خپلمنځي جنجالونه خورا زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب