جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهنی د سولې په پروسه کې د بیان د ازادۍ په اړه...

نی د سولې په پروسه کې د بیان د ازادۍ په اړه اندېښنه ښودلې

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د سولې پروسه کې د بیان ازادۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د یادې ادارې مشر مجیب خلوتګر نن په کابل کې یوې ناستې ته ویلي، که څه هم افغان حکومت د سولې خبرو کې د بیان ازادي خپله سره کرښه بللې ده خو، په خبره یې دوی اندېښمن دي، چې پر دې ارزښت معامله ونه شي.

خلوتګر زیاته کړې، افغان حکومت هېڅکله په بنسټیز او باوري ډول سره کرښه نه ده درلودلې.

نوموړي له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې، چې:« د بیان ازادي د افغانستان د تېرو نولس کلونو له لاسته راوړنو یوه ستره برخه ده او باید خوندي وساتل شي.»

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کيږې، چې تازه د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پيل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب