Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې د شاوخوا ۱۰ میليونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي...

لغمان کې د شاوخوا ۱۰ میليونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي چارې بشپړې شوې

تاند( دوشنبه، د سنبلې ۲۴) د لغمان د پوهنې ریاست مسولان وایي، چې د شاوخوا لس ميلیونه افغانیو په لګښت د میاخېلو په نوم د جوړ شوي چارې بشپړې شوې..

د یاد ولایت د پوهنې رئیس عبداالله حمیدي  وایي، چې دا ښوونځی د سویډن موسسې د یوه کال په موده کې جوړ کړی دی.

نوموړی وایي، یاد ښوونځی ۶ تدریسي خونې  ۲ ادارې خونې ۱۰ تشنابونه، یوه حلقه د پاکو اوبو څاه، ۱۸۰ متره احاطوي دیوال او ۱۱۸ دو نفري څوکۍ لري.

د لغمان د پوهنې د رئيس په خبره په یاد ښوونځي کې اوسمهال شاوخوا۴۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

په ورته مهال د لغمان والي سویډن موسیسې څخه د مننې سربېره خوښي اوښوده چې د پوهنې په برخه کې پرمختګ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...