دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت وايي، د دوحې هوکړې افغانانو ته هېڅ ګټه نه...

د افغانستان حکومت وايي، د دوحې هوکړې افغانانو ته هېڅ ګټه نه ده کړې

تاند (یکشنبه د حوت ۱۰) په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه یو کلنه شوه، افغان دولت دغه تړون بې ګټې بللی او وايي چې د دوحې تر هوکړې وروسته د افغانانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ نن یکشنبه پر خپل ټویټر لیکلي، د دوحې هوکړې یوازې له امریکایانو سره اوربند ممکن کړی او له دې پرته یې افغانانو ته هیڅ ګټه نه ده رسېدلې.

د ښاغلي اندړ په خبره، له افغانانو سره د طالبانو اړیکه اوس هم یوازې قتل او ترور دی.

نوموړی وايي، د په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ شوې او په وینا یې، که د سولې هوکړې ته له افغاني لیدلوري وکتل شي نو د سولې په نامه وخت ضایع شوی دی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او په ټوله کې افغانستان زیانمن شوی دی.

په ورته مهال د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال بیا پر خپله ټوېټرپاڼه داسې لیکلي: « که د دوحې تړون ته له افغاني لیدلوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی.»

خو تر دې وړاندې طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی یادې هوکړې ته ژمن دي او له امریکا یې هم ورته تمه ښودلې ده.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، د دوحې هوکړې یو کال پوره شو، خو سره له دې چې ددغه هوکړې په عملي کېدو کې ګڼې ستونزې موجودې وې، بیا هم هوکړه او د سولې بهیر مثبت لور ته روان دی.

د امریکا او طالبانو تړون یو کلن شو، خو ژمنې یې نه دي عملي شوي

1 COMMENT

  1. د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تړون یا معاهده نه ، بلکې یو هوکړه لیک یا موافقتنامه لاسلیک شوېده . په نړیوالو حقوقي اصطلاحاتو کې د داسې بین المللي اسنادو نوم ډېر مهم دی .
    که دواړه لوري او یا یو لوری ونه غواړي ځان کوم حقوقي وجیبې ، مسوولیت او الزامیت لاندې را ولې ، نو د موافقتنامې نوم ورته ږدي .
    د موافقتنامو معنا داده چې دواړو لوریو ښې خبرې سرته رسولي او یو بل ته یې تر یو ځایه قناعت ورکړی خو خبرې دې مرحلې ته ندي رسیدلي چې نهایی توافق ته ورسیږي . له موافقتنامو دواړه لوري یا یو لوری وتلی شي . د موادو او مندرجاتو عملي کول یې حتمی نه دي ، تر ډېره اختیاري دي .
    اما د نړیوالو تړونونو او قراردادونو مواد په دواړو لوریو لازم دي او نړیوال ضمانتونه له ځان سره لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب