یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا او طالبانو تړون یو کلن شو، خو ژمنې یې نه...

د امریکا او طالبانو تړون یو کلن شو، خو ژمنې یې نه دي عملي شوي

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۰) طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د سولې موافقت نامه اوس هم ښه لوري ته روانه ده.

اعلامیه کې طالبانو زیاته کړې، موږ سره تېر کال توافقنامه کې امریکا ژمنه وکړه چې ټول بهرني سرتېري به له افغانستان څخه وباسي خو تر اوسه دغه ژمنه عملي شوې نه ده

طالبانو همدا راز ویلي، د قطر هیواد، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نور هیوادونه چې د توافقنامې په مراسمو کې یې ګډون درلود، دوی مسوولیت لري چې دا هوکړه عملي کړي او د بریا لپاره یې لا زیاتې هڅې پکې وکړي.

د طالبانو په خبره، موږ امریکا ته ډاډ ورکوو چې تعهداتو ته ژمنتیا لرو او د عملي کولو لپاره یې هر ډول هڅې کوو.

طالبانو ژمنه کړې چې تاوتریخوالی به راکموي خو زیاتوي چې امریکا دې هم په خپلو ژمنو عمل وکړي او پاتې سرتېري دې هم له افغانستان څخه په خپل وخت وباسي.

د هغوې په وینا، د پاتې بندیانو خوشې کول او له تور لیستونو د طالب مشرانو د نومونو ایستل تر اوسه نه دي عملي شوي.

طالبان داسې مهال ددغه هوکړې عملي کولو ته ځانونه ژمن بولي، چې امریکا او افغان حکومت ددوی پر خلاف ادعا کوي چې دغه ډله هوکړې ته ژمنه نه ده او د جګړې د کمولو پر ځای یې جګړې شدیدې کړې او پراخې کړې دي.

افغان حکومت همدا راز وایي چې طالبان ډېر وخت په دوحه کې د خبرو مېز ته هم نه حاضرېږي نو له همدې امله امریکا باید پر دغه هوکړه بیا کتنه وکړي.

د یادونې ده چې د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې موافقې یو کال پوره کېدو وروسته د دواړو لوریو ترمنځ دوه ژمنې عملي شوې چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان ازاد شول او امریکا په طالبانو بریدونه ودرول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب