یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهانس حقاني: موږ په خپل تاریخ کې کوم تړون نه دی مات...

انس حقاني: موږ په خپل تاریخ کې کوم تړون نه دی مات کړی

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۰) د افغانستان د سولې د پروسې د پیل په موخه له زندانه خوشې شوي طالب مشر او د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي انس حقاني ویلي،دوی په خپل تاریخ کې کوم تړون نه دی مات کړی خو مقابل لوری هڅه کوي دا تړون مات کړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې اوس مهال طالبان د بې پیلوټه الوتکو ټکنالوژي او توغندي لري، او که دا ځل یې جګړه پیل کړه، نو داسې جګړه به وکړي، چې تر دې وړاندې چا نه وي لیدلې.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي د دوحې له موافقې وروسته په افغانستان کې د وړم کال په پرتله تاوتریخوالی په سلو کې ۱۸ زیات شوی دی.

انس حقاني ظاهراً هغو انتقادونو ته په اشاره چې وايي طالبانو د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې درې مهم شرطونه نه دي پوره کړي، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي«موږ په خپل تاریخ کې کوم تړون نه دی مات کړی، خو مقابل لوري تل هڅه کړې دا تړون مات کړي.»

هغه خپلو جنګیالو ته په خطاب کې لیکلي، ستاسې مشران له تاسې غواړي، تر څو هېڅ ډول سرغړونه ونه‌کړئ اوکه چېرې دا تړون لغوه کېږي، موږ به له نړیوالې ټولنې سره په دې تړاو جدي خبرې وکړو.

د راپورنو پر بنسټ له دې وړاندې طالب جنګي قومندانانو هم خپلو جنګیالو ته د جګړې د چمتوالي خبره کړې وه.

بله خوا بیا تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د افغانستان روانه جګړه د واک لپاره ده، دې موخې ته رسېدو لپاره سیاسي موافقه مهمه ده، واک به د خلکو په اراده راتلونکي ولسمشر ته سپارل کېږي.

ولسمشر غني ویلي، جګړه اسانه کار دی، له یو بل سره به مبارزه کوو، خو مېړانه، ژمنتیا او جرات په دې کې دی چې راځئ سوله وکړو.

په ورته مهال د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړ ډول د جګړې نوي فصل ته چمتوالی لري او په وینا یې تېر کال یې هم طالبانو ته سخته ماتې ورکړې ده.

امریکايي جارواکي وايي چې طالبانو د دوحې د منوافقې درې مهم شرطونه نه دي په ځای کمړي؛ له القاعده سره یې اړیکې نه دي شلولي، تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی او د افغانستان له دولت سره یې صادقانه خبرې نه دي کړي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان د پلورولو تړون مو له پاکستان سره هم نه دی مات کړی. له خبرو او اعمالو مو بیخي واضح ده چې تاسې افغانستان په پاکستان پلورلی. مشر حقانی صاحب خو دې ددې وطن تانکونه، توپونه او طیاره هم کباړ کړې او پاکستان ته یې د وغنیمت په ډول وسپارلې. خدای ته وګورئ په دې وطن رحم وکړئ او نور ځانونه مه شرموئ. خلک خره نه دي چې ستاسو په پخوانیو ببولالو وغلېږي. ددوحې په ټرون کې واضح دي چې تشدد او افغان وژنه باید کمه او بنده شي. خو تاسو یوه دقیقه هم پر دې مظلوم ولس رحم ونه کړ او نه له تاسو تمه کېږي.
    تاسو د مسلمان په صفت له خدای سره هم تړون کړی چې بې ګناه او مظلوم خلک به نه وژنئ. له خپل خدای سره مو چې خپل تعهد مات کړ خلک به څنګه ستاسو په دې نورو تعهداتو باور وکړي. څوک چې خپل دین ته متعهد نه وي نورو ته څنګه متعهد پاتې کېدی شي. الله مو سړي کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب