دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+یوسف پټان له کرکټ سره مخه ښه وکړه

یوسف پټان له کرکټ سره مخه ښه وکړه

تاند ( یک شنبه، د حوت ۱۰) د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي یوسف پټان له کرکټ سره مخه ښه وکړه.

یوسف پټان په یوه ټوېټ پيغام کې ویلي چې :« د دې وخت رارسېدلی چې د خپل ژوند یو بل پړاو پیل کړم، نو په همدې موخه ما له هر ډول کرکټ کولو څخه استفا اعلان کړه.»

نوموړی د هندۍ لوبډلې یو له پیاوړو لوبغاړو شمېرل کېده.

د هغه په شتون کې هندۍ لوبډلې د ۲۰۰۷م کال او د ۲۰۱۲م کال شل اوریزه نړیوال جامونه ګتلي دي.

نوموي لیکلي: « زما ټول ترسره شوي کرکټ کې زما لپاره د خوشالۍ او ویاړ شېبې هغه وې چې د هند لپاره مو شل اوریزه جام وګټه او ما سچن ټنډولکر په اوږو کړی وو.»

 یوسف پټان د هند لپاره لومړۍ لوبه د پاکستان په وړاندې په ۲۰۰۷ م کال شل اوریزه نړیوال جام کې ترسره  او له هغه وروسته یې ۵۷ نړیوالې پنځوس اوریزه او ۲۲ شل اوریزه لوبې د هند په ګټه ترسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب