دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeروغتیاهدف لرل دانسان عمر زياتوي

هدف لرل دانسان عمر زياتوي

ژباړن: ساحل منګل

پوهان وايي ،چې په ژوند کې هدف لرل ستاسې دعمر په زياتوالي باندې اثر کوي او داچې تاسو کوم ډول هدف تعقيبوی .

دامريکايي او کاناډايي پوهانو دڅېړنو پايلې ،چې د(سايکلوجيکال ساينس) په يوه خپرونه کې چاپ شوې وايي شايد تر ډيره بريده همدا لامل وي ،چې ځينې کسان اوږد عمر،او ښه روغتيا لري .

دغه څيړنه په شاوخوا ۷ زره کسانو ،چې عمرونه ېې له ۲۰ څخه تر ۷۵ کلونو پورې رسيدل تر سره شوې ،دڅيړنې پر مهال ددغو کسانو جسمي او روحي وظعه هم په پام کې نيول شوې وه.

دهغوی څخه دهدف په لرلو کې په لاندې دريو کټګوريو کې پوښتنې وشوې ،چې څومره ورسره مخالف او يا موافق وو.

– (( زه خاص ورځ بيګا کوم او دراتلونکي په اړه فکر نه کوم))

ـ (( کله کله احساس کوم ،چې هر کار ،چې په ژوند کې مې کړی وای کړی کې دی ))

ـ((ځينې خلک بې هدفه وخت تېروې خو زه دهغوی له ډلې نه يم))

دڅيړنو څوارلس کاله وروسته پوهانو ومونده هغو کسانو ،چې په ژوند کې ېې هدف لاره دنورو په پرتله زيات ژوند کړی دی ،حتی ،چې بضعې وخت منفي لاملونه ېې هم په پام کې نيول شوي وو.

دهدف لرل دعمر له نظره په لويوالي کې پر انسان ښه اثر پريباسي .

دکاناډا دکارلتون پوهنتون دارواپوهنې دپارتمنت يو استاد ډاکتر پاتريک وايي ،چې هدف لرل په ظاهرا توګه  په څو برخو کې له مونږ څخه ساتنه کوي .

هغه وايي ،چې په دې څيرنه کې دعمرپه زياتوالی تمرکز شوی دی اما نورې څيړنې ښيي ،چې دغه ډول خلک دنورو په پرتله ښه  روغتيا هم لري .

تر اوسه پورې داتصور کيده ،چې هدف لرل ددژوند په اخر کې دانسان سره مرسته کوي خو اوس څيړنو داجوته کړه ،چې دانسان دژوند په نورو برخو هم ښه اثر لري .

پوهان وايي ،چې په ژوند کې اوږدمهالی هدف لرل او لار نيول دژوند په بيلابيلو برخو کې له انسان سره مرسته کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب