دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد دولت عالي شورا لومړۍ ناسته ترسره کړه

د دولت عالي شورا لومړۍ ناسته ترسره کړه

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۰) د دولت عالي شورا چې د هېواد له سیاسي رهبرانو تشکیل شوې تېره ورځ یې د ۲۰ سیاسي رهبرانو په شتون کې لومړۍ ناسته ترسره شوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، دغه ناسته چې تېره ورځ ترسره شوه د هېواد ټول سیاسي رهبران ور غوښتل شوي وو خو نږدې ۲۰ کسانو په کې ګډون کړی او لومړۍ غونډه یې د ولسمشرغني په مشرۍ ترسره شوه.

په ورته وخت کې تېره ورځ د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم هم له یو نیم کال ځنډ وروسته له جوزجان کابل ته په یاده غونډه کې د ګډون په موخه راغلی وو.

نوموړي وویل، له ولسمشرغني او نورو سیاسي مشرانو سره د خبرو په موخه کابل  ته راغلی دی.

دوستم ټینګار وکړ چې په سوله کې تر نورو اړخونو لاس بر دی او که چېرې بریا ته ونه رسېږي باید په جنګ کې هم افغان حکومت برلاسی واوسې او اوس چې کومه ارامي لري هغه باید له لاسه ورنکړي.

له بلې خوا د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، د دولت عالي شورا د سولې په برخه کې مهم رول لري او ولسمشر ته د سولې  په اړه د مهمو موضوعاتو په تړاو سلامشورې ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب