یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبغلان کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال له دوه ملګرو سره...

بغلان کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال له دوه ملګرو سره وژل شوی

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۰) ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي ځواکونو بغلان کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال او دوه نور طالبان وژلي دي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند عملیات تر سره کړل چې په پایله کې یې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال او د ګمرک مسؤل د ۲ نورو طالبانو سره ووژل شو.

سرچینه وایي، چې په پایله کې قاري ذاهدالله، د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال او د ګمرک مسؤل په ګډون، ۳ تنه ترهګر ووژل شول، ۴ تنه ټپیان او  یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه یوړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسي په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ د ملکيانو ترڅنګ امنیتي ځواکونو او طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب