Home+د پي اېس اېل نهمه لوبه کراچۍ لوبډلې وګټله

د پي اېس اېل نهمه لوبه کراچۍ لوبډلې وګټله

تاند ( یک شنبه، د حوت ۱۰) د پاکستان په سوپرلیګ کې نهمه لوبه کراچۍ کینګز لوبډلې وګټله.

په دې لوبه کې یادې لوبډلې ملتان سلطان لوبډلې د ۷ لوبغاړو په توپير ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه د ملتان سلطان لوبډلې وکړه چې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.

د ملتان سلطان لپاره په توپ وهنه کې صیب مقصود ۳۴ناسوځېدلې کرېس لاین ۳۲ جمیز وینس ۴۵ او محمد رضوان د پنځه څلوريزو پر مټ په ۳۲ توپونو باندې ۴۳ منډې جوړې کړې.

کراچۍ کينګز لوبډلې د بابر عظم د ۹۱ منډو پر مټ ټاکل شوی هدف د لوبې په نولسم اور کې د درېو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

بابر ۹۱ شرجیل خان ۲۷، کلارک ۵۴ او محمد نبي د دوو څلوریزو پر مټ په اتو توپونو ۱۳ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...