یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: د حزب التحریر فعالیتونه غیر قانوني دي

امرالله صالح: د حزب التحریر فعالیتونه غیر قانوني دي

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۰ ) افغان حکومت وایي د حزب التحریر فعالیتونه په افغانستان کې غیر قانوني دي او پر وړاندې به یې لع نظامي تګلارې کار واخلي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، دغه حزب د افغانستان د قوانینو له مخې له عدلیې وزارت سره ثبت او راجستر نه دی نو له همدې امله یې پر غونډو او فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.

هغه د شپږ نیمو بجو په راپور کې ویلي چې ددغه ګوند هر ډول فعالیتونه غیر قانوني دي او دوی به یې ډېر ژر پر وړاندې نظامي تګلاره خپله کړي.

هغه همدا راز تور پورې کړی دی چې حزب التحریر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو سره فکري نږدېوالی لري نو له همدې امله یې پر وړاندې جدي اقدامات کېږي.

صالح د یاد ګوند ټولو نږدې کسانو ته خبرداری ورکړی چې له دې ګوند سره اړیکې پرې کړي، په غونډو او تجمعاتو کې یې ګډون و نه کړي او د کار ددوام په صورت کې یې پر وړاندې جدي او قانوني اقدامات ترسره کېږي.

په ورته وخت کې امرالله صالح دا هم ویلي چې ملي امنیت هغه وسله وال طالب نیولی چې غوښتل یې یو خبریال ووژني.

د نوموړي په وینا، ملي امنیت ځواکونو د مِرزاجان په نوم هغه طالب نیولی، چې غوښتل یې د کابل ښار دولسمه امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو خبریال ووژني.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو پر وړاندې هم تاوتریخوالي زور کړی او په ترڅ کې یې څو تنه خبریالان د نامعلومه وسله والو لخوا په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب