یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+سوله په عمل کې | شمس الحق حیران

سوله په عمل کې | شمس الحق حیران

سوله په عمل کې، یعنې سوله په ژوند کې، یعنې سوله په کور، ښوونځي، لوبغالي او ټولګي کې. یعنې سوله د انساني ژوند په ټولو اړخونو کې. په دې بهیر کې ښوونکي د سولې اتلان او زده کوونکي د سولې لاملونه او وسیلې بلل کېږي، لوبغاړي د خلکو ذهنونه په سوله ییز ژوند بوختوي او د لیکوالو د خیال مرغه له جګړه ییزو او کرکجنو سوژو لرې د بشري ژوند د رنګینیو او ښېګڼو د شنه سمندر پر سر دورې وهي. سوله په عمل کې رازده کوي چې ښوونکي اوروزونکي په ټولګیو کې د سولې د تمرین او عملي کولو رول لوبوي او د خپلې وینا، سپارښتنو او کړنو له لارې زده کوونکو ته د یوې داسې ټولنې انځور وړاندې کوي چې بنسټونه یې په خواخوږۍ او مینه اېښودل شوي او وګړي یې د یو د بل تر څنګ آرام ژوند کوي. سوله په عمل کې راښيي، چې سوله له کلیشه يي تودو سیاسي بحثونو راوباسو او یوازې د روانې شخړې تر سیاسي حل او د جګړې د اور تر سړېدو یې محدوده نه کړو: بلکې د سولې ټولنیز، ښوونیز او اوږدمهالي اړخونه راوسپړو او خپل چال چلند، فکر او کړه وړه د سولې او خواخوږۍ پر بنسټ تنظیم کړو. سوله په عمل کې، یعنې دا چې له پنډو کتابونو وړاندې سوله په خپل چلند کې ولټوو او په ټولنه کې د جګړو او نښتو د مصنوعي اتلانو تر څنګ، د سولې رښتیني اتلان هم وروزو او وپالو. 

د سولې زده کړه یو نړیوال علمي بحث او د بشري علومو یوه پراخه او غني برخه ده. اوس مهال د نړۍ ګڼ شمېر پوهنتونونه په دې څانګه کې آن د دکتورا تر کچې زده کړې ورکوي او د جګړه ځپلو ټولنو د اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د هغوی د نوي نسل په سالمه او سوله ییزه روزنه علمي څېړنې کوي.  

سوله له زده کړې بېل مفهوم نه دی. موږ د سولې د زده کړې له مفهوم ډېر څه زده کولی شو. خو د یونسیف له خوا وړاندې شوي او کابو ټولمنلي تعریف له مخې، ” د سولې زده کړه د پوهې، مهارتونو، لیدلورو او اړینو ارزښتونو د زده کړې، ارتقا او په انساني چلند کې د مثبت بدلون په مانا ده چې ماشومانو، ځوانانو او لویانو ته د دې وړتیا وربښي چې له نښتو، شخړو او ښکاره او جوړښتيز تاوتریخوالي څخه ځان وساتي، په سوله ییزه توګه د ستونزو او شخړو د حل وړتیا ولري او په فردي، ډله ییزه، ملي او نړیواله کچه د ژوند غوره شرایط رامنځته کړي.” ( په یونسیف کې د سولې زده کړه، 2018). 

سوله او پوهنه د ټولنیزو علومو دوه ډېر نږدې او سره تړلي ویيي دي. په هوسا او پرمختللو هېوادونو کې د سوله ییز ژوند د نورو اساساتو تر څنګ، د ښوونکو له خوا د تدریس لپاره کارېدونکې تګلاره او میتودولوژي هم د سولې د زده کړې د مفاهیمو په رسولو او پلي کولو کې په پوره توګه په پام کې نیول کېږي. ښوونکي د دې چلند پر مټ د «سوله په عمل کې» مفهوم پام کې نیسي، د خپل چلند اړوند ستونزې پرې له منځه وړي او هغو معیارونو ته لازیاته ارتقا ورکوي چې له مخې یې ښوونکی/ښوونکې د خپل ټولګي چارې په لاښه ډول تنظیمولای شي. پایله یې دا وي چې ټولګی د ښوونکي له خوا په ښه او مناسب ډول اداره کېږي او د زده کوونکو په وجود کې د سوله ییز ژوند تاند زړي کرل کېږي. (الس هژنن ماتوسی، 2010). 

ښوونکي د دا ډول چلند په خپلولو سره په اصل کې خپلو زده کوونکو ته د سوله ییز چلند عملي نمونې په ګوته کوي؛ نو بویه چې د ښوونکو چلند د خپلو زده کوونکو لپاره مخ بېلګه یا الګو وي. ښوونکي د سولې مستقیم اتلان دي؛ خو د دې لپاره چې په ټولګي کې سوله وساتل شي او د ماشومانو په وجود کې د سولې او سوله ییز ژوند زړي وکرل شي؛ د ښوونځي اداره، د زده کوونکو والدین او د ټولنې هڅې هم باید د ښوونکي د چلند په ښه کولو او غني کولو کې خپله ونډه ادا کړي. په دې توګه د سولې مقدمات او پیلییز اقدامات بشپړېږي او سوله خپل رنګونه د ټولنې په ټولو اړخونو خپروي.

«سوله په عمل کې» داسې سولې او آرامۍ ته وايي چې د یوې ټولنې ټول وګړي یې د ژوند په بېلابېلو پړاوونو او برخو کې له ځان سره لېږدوي او خپل چال چلند د همدې سوله ییز فکر پر بنسټ تنظیموي. په داسې حال کې چې د هر انسان دنننی یا دروني آرام له بل انسانه بېل دی؛ بهرني عوامل هم په دې مسله خپلې اغېزې ښندلای شي. د سولې زده کړې بهیر کې، «سوله په عمل کې» د درېیو کچو په اساس بیانېدلای شي: ټولګی، ښوونځي او له ښوونځي بهر چاپېریال. 

ټولګی: ټولګي کې هغه مهال د سولې په اتلانو د ښوونکو او د سولې په عواملو د زده کوونکو بدلېدنه شونې ده چې ښوونکي سوله ییز چلند ولري او د خپل دغه عالي او زړه راښکونکي چلند پر بنسټ سوله په عملي توګه د خپلو زده کوونکو په ذهن کې ترسیم کړي. طبیعي ده چې دا ډول آرامتیا د هر چا خوښېږي او د داسې ښوونځيو شتون تضمینوي چې زده کوونکي یې له سولې سره مینه لري او سوله پال انساني ژوند اختیاروي. 

ښوونځی: د ښوونځي مسوولین دنده لري چې ټولګي کې د متقابل درناوي پر بنسټ نظم او آرامي رامنځته کړي او د ښوونځي ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته داسې شرایط برابر کړي چې هغوی وکولای شي د سولې د لاملونو او سفیرانو په توګه خپل رول په سمه توګه ادا کړي. 

د ښوونځي له چاپېریال بهر: د ښوونځي اداره باید د زده کوونکو د والدینو، ماشومانو او ښوونکو تر منځ د اړیکو او همغږۍ شرایط رامنځته کړي؛ څو د زده کوونکي خپل ښوونیز سفر په بشپړه آرامۍ او سوله ییزه توګه ترسره کړي او له وجوده یې د تاوتریخوالي، کرکې او عناد سپېره ګردونه څنډوهل شي.  

سوله په عمل کې، د سولې د زده کړې یو ارزښتناک مفهوم دی. په کومو ټولنو کې چې د ښوونیزو بنسټونو اساس د دې مفهوم له مخې اېښودل شوی وي، زده کوونکي او زده کړیالان یې د تاوتریخوالي لاره نه نیسي، بلکې د مینې او مهربانۍ لارویان وي. افغانستان کې د دغه مفهوم ترویجول، د آب حیات په څېر اړین دي. خو د سولې د زده کړې په هکله د پوهاوي ټيټه کچه او په سیاسي او نورو مسایلو د څېړونکو او قلموالو د فکر بوختیا د دې لامل شوې چې جګړه ځپلي افغان ماشومان د سولې له مفاهیمو لرې، د شنو لښتو د تغمو په دردونو کې د زده کړه ییز نصاب پاڼې واړوي راواړوي او سبا چې له ښوونځي فارغېږي، د ټولنیز ژوند، سولې، ټيکاو او مهربانۍ په هکله لیدلوری یې له یو نالوستي وګړي، ډېر توپير نه لري.

په دې هکله به ان شاءالله خپلې لیکنې او ژباړي جاري ساتم او د سولې زده کړې په تړاو به ګټور مطالب تر تاسو رسوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب