تاند (یکشنبه د حوت ۱۰) روسیه وایي له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل لا تر وخت مخکې خبره ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې راغلي چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په دې لیدنه کې د کوربه هېواد د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیوف روسیې ته د حنیف اتمر سفر مهم وباله او زیاته یې کړه چې روسیه په افغانستان کې د سولې بهیر او د سولې نه وروسته بيارغونې ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
په بیان کې راغلي، ښاغلي اتمر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا، دغه راز د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړيکو د نوي فصل د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.
سرچینه زیاتوي، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغان دولت تر شپږو زرو د ډېرو طالب بندیانو د خوشې کولو په ګډون، خپل ټول مکلفیتونه سرته رسولي دي.
په بیان کې دغه راز د ښاغلي اتمر له قوله راغلي، له طالبانو تمه کیده چې د خپلو ژمنو سره سم به تاوتریخوالی کم کړي، د اوربند په هکله به خبرو ته کېني، له ترهګریزو ډلو سره به اړیکې پرې کړي او د جګړې ډګر ته د خوشې شويو بندیانو بیرته ستنیدو مخه به ونیول شي، خو په خبره یې طالبانو په خپلو دې ژمنو عمل نه دی کړی.
په بیان کې د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي له قوله راغلي، تر دې دمه له تور لېست د طالب مشرانو د نومونو ایستل تر وخت مخکې کار دی او دغه راز د امارت راګرځېدل ورته د منلو نه دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی د هغې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه رامنځ ته کېږي او دلته د روانې جګړې د ختمېدو سبب ګرځي.
روسیې تر دې وړاندې هم ویلي و چې له افغان سولې سره همکار دي او د بین الافغاني خبرو او افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو او کنفرانسونو کوربه توب هم کوي.
سلامونه تاندوالو ستاسو دغه خبرونه څه تړاو سره لري.
https://taand.net/?p=176342