یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د ټرمپ په نوم نومول شوي خرس ته مصنوعي پښه جوړه شوه

د ټرمپ په نوم نومول شوي خرس ته مصنوعي پښه جوړه شوه

تاند (یکشنبه د حوت ۱۰) د اسټرالیا په بریسبان کې دا کوېلا خرسک چې د ناڅرګند دلیل له امله یې پښه پرې شوې وه، د ځنګل د روغتیا مسؤلینو یې د پښې د روغېدو لپاره هڅې وکړې، چې اوس یې ورته مصنوعي پښه جوړه کړې او دا کار کې بریالی پای شوی دی.

مارلي کرچین چې د یادې سیمې د حیواناتو روغتیا پال دی ویلي، دا خرسک «ټرمپ» چې له ستونزې سره مخامخ شوی و، روغ شوی دی.

د نوموړي په خبره د ټرمپ په نوم دغه خرسک د ساوت ویلز له سیمې تر لاسه شو او دوی یې د زخمي پښې د جوړولو لپاره هڅې وکړې.

د مارلي د معلوماتو له مخې، دغه خرسک له موره یو پیدا شوی و او دوی یې په هکله څو ورځې وروسته خبر شول، چې د خپلې مور په خوا کې پروت خو د پښې له درده رنځېده.

نوموړي زیاته کړې، کله چې یې د پښې لپاره مصنوعي کالب جوړ شو، نو ناڅاپه يې ټوپ کړ او منډه یې کړه.

د مارلي کرچین په وینا دا د دوی لپاره یوه ښه شېبه و، ځکه چې د دوی هڅو رنګ راوړ.

د حیواناتو دغه روغتیا پال ویلي، د دې خرسک د ستونزې د حل لپاره د دوی کاري ډلې سختې هڅې وکړې او دا ستونزه یې حل کړه.

د اسټرالیا د څارویو د ساتنې د ادارې  معلوماتو پر اساس پر دې خرسک یې د ټرمپ نوم ایښی او په همدې نوم یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب