دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په پېښور کې یو طالب مشر وواژه

نامعلومو وسله والو په پېښور کې یو طالب مشر وواژه

تاند(یکشنبه، د حوت۱۰) پاکستاني رسنیو افشا کړه چې نامعلومو وسله والو پرون (شنبه) په پېښور کې د طالبانو یو ځانبولی والي وژلی دی.

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې پر اساس طالبان وايي، دا په وروستیو ۵ اوونیو کې دوهم مهم طالب مشر دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.

د راپور له مخې، د لغمان لپاره د طالبانو پر والي عبدالهادي پشه يي وال د پېښور په بخشي پُل سیمه کې حمله وشوه.

پشه يي وال له مردان څخه خپل کور ته روان و چې برید پرې وشو. طالبان وايي چې نوموړی د فاتحې لپاره د خپلوانو کور ته تللی و.

حمله کوونکي په تېښته بریالي شوي او کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

خو طالب مشران وايي چې ممکن داعش ډله په دې حمله کې لاس ولري.

تر دې وړاندې د طالبانو قوماندان عبدالصمد (ملا تور) د جنورۍ په لومړیو کې په پېښور کې هغه مهال ووژل شو چې له فاتحې وروسته له یوه جومات څخه راووت.

ډیلي ټایمز وايي، د طالبانو ګڼ شمېر مشران په وروستیو کلونو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.

د ۲۰۱۷ په اپریل کې نامعلومو وسله والو پېښور ته نژدې د طالبانو یو مشر وواژه. د ۲۰۱۵ په جون کې یې د نورستان لپاره د دې ډلې ځانبولی والي مولوي میراحمد ګل هاشمي وواژه. همداراز مولوي عبدالرقیب، چې د سولې پلوي یې کوله  د ۲۰۱۴ په فبرورۍ کې ووژل شو. په ۲۰۱۳ کې د سراج الدین حقاني ورور نصرالدین حقاني ووژل شو.

د طالبانو موسس او لومړنی مشر ملامحمد عمر اخوند هم په پاکستان کې په نامعلوم علت مړ شو. د دې ډلې دوهم مشر ملا اختر محمد منصور هم په بلوچستان کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب