لومړۍ ورځ وه، چې سره ومو لیدل:
– جوړ پخیر.
– مننه ستړی مشې انجینر صاحب.
شریف له پوهنتون نه ستړی راغلی وو، ستړي مشي مو وکړه. دواړه د غرمې ډوډۍ ته انتظار شوو، څو دقیقې وروسته ډوډۍ راورسېده. شریف خپل اطاق ته ولاړ او زه خپل اطاق ته ولاړم. د ډوډۍ په خوړلو مو شروع وکړه، آش و، خوند یې را نه کړ. د باندې ووتم تر څو اودس وکړم، شریف هم له اوطاقه را وواته. ځان یې راته معرفي کړ، دی د کابل پوهنتون د کمپيوټر ساینس د پوهنځۍ دې څلورم کال محصل وو. دواړه د اوداسه لپاره له تکاوۍ څخه لومړي منزل ته وختو. شېبه وروسته مو اودسونه وکړل او د لمانځه د ادا کولو لپاره بېرته تکاوۍ ته کښته شو. د لمانځه د ادا کولو ورسته مې غږ تر غوږو شو:
– مشره راځه چایو ته زموږ اوطاق ته!
د مشر له کلمې پوه شوم، چې ما ته یې غږ راکړی. د باندې ور ووتم، دهلېز کې شریف ولاړ وو. له ده سره اطاق ته ولاړم، له چای یې پياله راته ډکه کړه. شریف پياله راته ډکه کړه، خپله کمپيوټر کې اخته شو. د پوهنتون آخر کال خورا له سختیو ډک وي، په پروژه یې ځان مصروفه کړ. شېبه وروسته شریف ته یې بل همصنفی راغی، زه له اوطاقه را ووتم، دوی مې پرېښودل. له اوطاقه را ووتم، د شانه راپسې یې غږ وکړ:
– مشره چېرته ولاړې؟
ما هم سر خلاص نه کړ، خپل اوطاق ته ننوتم. ورځ همداسې مازدیکر ورپسې ماښام او شپه شوه، بیا مو سره ونه لیدل. د وخت په تېرېدو سره مو ملګرتیا ورځ تر بلې ټينګېده، ورځې او شپې تېرېدلې. ما سره هم یوه چا د جرمني په سفارت کې د دندې وعده کړې وه، له لیلیې ولاړم. میاشت وروسته د دې بست لپاره بل واسطه لرونکی راغی، زه هم له سفارته د کندهار په طرف مسافر شوم. وختونه تېرېدل شریف هم له پوهنتونه فارغ شوی وو، فیس بوک مې را خلاص کړ، له ده نه مې د ټلیفون شمېره وغوښته. شمېره یې راولېږله، سمدلاسه مې زنګ ورته وکړ. شریف زیاتې ګیلې راته وکړلې، ټليفون کې یې آخري خبر وکړه:
– مشره ته واسطه لرې، زما هم غم درسره وخوره.
ټلیفون مې بند کړ، شېبه وروسته فکرونو یوړم، تېرې خاطرې را یاد شوې، هغه ملګرتیا، د شپو بنډارونه. ساعت وروسته را سم شوم، ټلیفون کې مې نمبر وواهه، زنګ ورغی. د شریف لپاره د دندې دې پيدا کولو لپاره وغږېدو، هغه هم ومنله، چې ورته پيدا به یې کړي. په همدې زاریو زاریو کلونه تېر شول خو شریف بې وظيفې تاوېده، ځکه چې واسطه یې نه درلوده. له مودو وروسته کور ته راغلم، ټلیفونونه رانه په یوه او بله شول، ټلیفون مې واخیست، فیس بوک مې فعاله کړ. شریف آنلاین وو، سلام مې ور ولېږه، مسیجونه زیات شول، یو د بل پوښتنه مو وکړه. له مسېجونو ستړی شوم، زنګ مې ورته وکړ، له څو ټوټ، ټوټو ورسته د شریف غږ راغی:
– مشر د خدای راولي.
د دې غږ په اورېدلو سره بې حده زیات خوشحاله شوم، ورغبرګه مې کړه:
– یکشنبې درځم، چې یو ساعت سره ګپه وکړو.
– سمه ده مشره، په دې شرط که وم.
وارخطا شوم، زر مې پوښتنه ترې وکړه:
– ولې چېرته ځې؟
– نور نه کیږي، مشکلات زیات دي، کار نشته، ځم ایران ته.
د زړه دربا مې زیاته شوه، زړه مې خفګان پسې واخیست:
– امم سمه ده، که درغلم، زه بیا زنګ درته کوم.
– سمه ده، مشره ماته خدمت نشته؟
– مننه شریف جانه، ماته خدمت وایه!
خدای پاماني مو سره وکړه، ټلیفون مې بند کړ. شریف کلونه کلونه درس ووایه خو واسطه نه وه، دندې هم ځان ورک کړی و او د ایران مسافرۍ ته اړ و. په حساب ورځې وروسته د شریف د ایران په طرف سفر و.