دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د پسرلي شيندی | نورالله غازي

د پسرلي شيندی | نورالله غازي

چې کله به ژمي خپله يخني له لاسه ورکړه او د پسرلي نرمه هوا به راولګیده، نو د شيندي بوټي به پر پولو، لارو، سمه او غره لکه شنه غنم تر نورو بوټو وړاندې راوټوکیدل.
شيندی(شوندی) لاله ته ورته یو زېړ ګل دی، کوچنی بوټی لري، د بوټې پاڼې یې نرۍ او پره داره دي، د پاڼو له مينځه یې يو نری ډنډر راپورته کيږي، په سر کې يوه زېړه غوټۍ نیسي، چې په څو ورځو کې خپلې شونډې پرانيزي او پر يوه ښکلي نريو پاڼو لرونکې زېړ ګل بدلېږي.
د شيندي ګل چې کله وغوړېږي، پېغلې ېې په زلفو کې ټومبي او ځوانان ېې په غوږو، خولېو او پګړیو کې. د شيندي له ګل سره به د پکتیا نور خلک هم اشنا وي؛ خو د اريوب ځاځيو په سيمه کې چې کله د شیندي بوټی راوټوکېږي، خلک ورسره خوشالېږي او د پسرلي قاصد یې بولي.
پخوا به د شیندي بوټی د ماشومانو له خوا راشوکول کیدو او يوه شوخه ډله به یې سره جوړوله، په کليو کې به کور په کور ګرځيدل، دا سندره به یې په يوه غږ په زړه راښکونکې انداز سره زمزمه کوله:
“زېری مې درباندې شوندی، شوندی
وه د پسرلي شوندی
زېړو ګلو لاندې شوندی، شوندی
شنه غنم په باندې شوندی، شوندی…”
بيا به یې ورپسې دغه ټپه هم ویله:
“تورې منځکې* بختورې!
 شوندی، شوندی
زېړو ګلو لاندې، شوندی شوندی
چې پسرلی شي شوندی وسپړي ګلونه
شوندی شوندی…”
له دې پسرلنۍ سندرې نه وروسته به ماشونامو د شينديو بوټي پر کور ولاوو باندې وروشيندل او هغوی به ورته د پسرلي په زېري کې مېوه او نور خواږه ورکول.
دغه دود پخوا په اریوب ځاځیو کې عام و؛ خو له بده مرغه چې اوس دا په زړۀ پورې دود هم لکه د نورو دودونو په شان کمرنګه او د ورکیدو په حال کې دی.
ـــــــــــ
*منځکه: ځمکه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب