یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهسټارز انډ سترایپس: د دوحې موافقې د جګړې د پای ته رسولو...

سټارز انډ سترایپس: د دوحې موافقې د جګړې د پای ته رسولو په ځای طالبان زړه ور کړل

تاند(یکشنبه، د حوت۱۰) سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې له طالبانو سره د امریکا د موافقې د لومړۍ کالیزې په درشل کې په یوه تحلیل کې ویلي چې د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې موافقې د دې پر ځای چې سولې ته لار هوار کړي طالبان لا زړه ور کړي او په دې یې باورمن کړي چې بشپړ بري ته نژدې شوي دي.

ورځپاڼې، چې د امریکا له پوځ سره تړاو لري، د دوحې د موافقې د ځینو شرطونو لکه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په بدل کې د طالبانو له لوري له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، د تشدد کمولو او افغانستان ته د سولې راوستلو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د دوحې له موافقې یو کال تېر شو، د دې پر ځای چې د افغانانو وینه بهېدا په سوله ییز ډول پای ته ورسېږي جګړه لا تېزه شوې، طالبان پر دولتي ځواکونو لا زړه ور بریدونه کوي، له القاعده سره اړیکې لا هم پالي او خبرو ته لېوال نه ښکاري. دغو ټکو ته په هغه راپور کې هم اشاره شوې وه چې په وروستیو کې کانګریس ته وړاندې شو.

سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼه وايي، د طالبانو جنګیالیو او قوماندانانو ورته ویلي چې دوی د افغانستان د نیولو په درشل کې دي او باور لري چې د دوحې موافقه د امریکايي او ناټو پوځیانو د ماتې ثبوت دی او په عین شکل شوروي اتحاد ماته کړې وه.

ورځپاڼې د ځینو طالب قوماندانانو په قول لیکلي چې د دوحې د موافقې معنا دا نه ده چې جګړه به دروي بلکې لا به یې پراخوي چې حکومت وپرزوي.

په واشنګټن کې د سټیمسن مرکز د تحقیقاتي انستیتیوت مرستیاله الیزابیت تریلکیلد وايي، ټرمپ د افغانستان د جګړې د پا ته رسولو لپاره طالبانو ته دوه امتیازونه ورکړل. یو دا چې ټول پوځیان به له افغانستانه باسي او په یوه داسې پروسه کې به امریکا له طالبانو سره خبرې کوي چې د افغانستان حکومت پکې هیڅ رول ونه لري څو مشروعیت یې زیانمن شي. پر دې دوو غوښتنو طالبانو له ډېره وخته ټینګار کاوه او امریکا نه منلې.

اغلې تریلکیلډ وايي، دا دواړه چارې سبب شوې چې طالبان د دوحې موافقه د ځان لپاره وګڼي.

طالبانو د سولې په ځای له موافقې وروسته د هلمند د مرکز لشکرګاه ښار د نیولو لپاره پراخې حملې پیل کړې او د ښار شاوخوا ګڼې پوستې یې ونیولې.

ورځپاڼه د ملګروملتو پر اساس وايي چې د تېر کال په دوبي او مني کې د وړم کال په پرتله په افغانستان کې جګړې په سلو کې ۱۸ ډېرې وې.

ملګروملتو دا هم ویلي چې د دوحې د موافقې له لاسلیکه وروسته سره له دې چې په افغانستان کې هیڅ امریکايي پوځي نه دی وژل شوی خو په یاده موده کې د طالبانو په بې شمېره حملو کې ۱۰ زره افغان پولیس او د اردو سرتېري وژل شوي دي. همداراز تر ۳ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

فریډم سنټیمینټل څېړنیز مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له لوري د جګړې تشدد د افغانانو په منځ کې سولې ته هیلې مړاوې کړي دي.

دا مرکز همداراز وايي، په داسې حال کې چې امریکا پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان له حکومت سره د شخړې د حل کولو لپاره خبرې وکړي ځکه چې د دوحې د موافقې یوه برخه ده، طالبان احساس کوي چې اړتیا نه لري چې له مقابل لوري سره معامله وکړي یا په خپلو دریځونو کې څه نا څه نرمښت راولي.

د دې مرکز د راپور له مخې، ګومان نه کېږي چې طالبان دې اوربند ومني.

ورځپاڼه د یو شمېر شنونکو په قول وايي چې که امریکايي پوځیان په ټاکلې نېټه ووځي نو طالبان به جګړې ته لا زور ورکړي نو ښه دا ده چې د ځواکونو د ایستلو موده یو څه اوږده کړل شي چې د سولې د خبرو بریالیتوب ته چانس ورکړل شي.

خو طالبان بیا وايي، که امریکايي پوځیان په ټاکلې نېټه ونه وتل حملې به پرې بیل کړي.

په کندهار کې د طالبانو قوماندان مولوي غلام رسول ورځپاڼې ته ویلي«که دوی ونه وتل، موږ به په هر ځای کې پرې حملې وکړو. نه شو ویلی چې څه به پېښ شي خو احساس کوم چې امریکا ماته کړې او موږ بریالي شوي یوو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب