جمعه, مې 17, 2024
Home+یوه چینايي کورنۍ د زیاتو ماشومانو د زیږون له امله جریمه شوه

یوه چینايي کورنۍ د زیاتو ماشومانو د زیږون له امله جریمه شوه

تاند (شنبه د حوت ۸) په داسې حال کې چې په چین کې له دوو څخه د زیاتو ماشومانو زېږول منع دي، خو تازه يوې مور ۷ ماشومان زېږولي چې د حکومت له لوري جریمه شوې ده.

دغه مېرمن پینځه زامن او دوه لورګانې لري، چې عمرونه يې له يوه کال څخه نيولې تر ۱۴ کالونو پورې رسېږي.

دا مېرمن او خاوند یې باید د درېیم ماشوم تر زېږون وروسته، د هر بل ماشوم په زیږولو سره جریمه پرې کړي چې مجموعي جریمه یې ۲۵ مېلیونه چینايي روپۍ (ین) دي.

۳۹ کلنه مور ژینګ راهنګ ډېر ماشومان غواړي، په داسې حال کې چې د دې ماشومانو پلار وایي، دوی پلان لري څو دا بچییان یې لوی شي او بیا به د دوی خدمت کوي.

چین کې له تېر ۲۰۱۶ کال را وروسته له درېیو څخه په زیاتو ماشومانو زېږولو کلک بندیز لګول شوی، چې علت یې په دغه هېواد کې د نفوس زیاتوالی په ګوته شوی دی.

خو هلته لا هم داسې مور او پلار شته چې تر دې ډېر بچیان لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب