پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهدوستم وايي طالبان دې سوله وکړي، کنه پر وړاندې به یې جګړه...

دوستم وايي طالبان دې سوله وکړي، کنه پر وړاندې به یې جګړه پیل کړي

تاند (شنبه د حوت ۹) د ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی مرستیال او د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم له شاوخوا یو نیم کال وروسته نن پلازمېنې کابل ته راستون شو.

دوستم کابل ته د راګرځېدو موخه د هېواد روان وضعیت په هکله له ولسمشر او یو شمېر سیاسي مشرانو سره لیده‌ کاته او خبرې بولي.

نوموړي نن پلازمېنې ته د بېرته راګرځېدو په مراسمو کې وویل، د طالبانو له لوري تاوتریخوالی زیات شوی او زیات یې کړه چې دغه ډله د هېواد د وضعیت په ترینګلي کولو سره غواړي چې د حکومت پر وړاندې د خلکو باور زیانمن کړي.

مارشال دوستم په دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته په کتو وویل، که دغه بهیر له ماتې سره مخامخ شي، هغه طالبانو سره جګړې ته تیار دی.

د ولسمشر پخواني مرستیال وویل، «د سولې له پروسې ملاتړ کوو او که پایله یې ور نه کړه، د جمهوریت له اوسني سیستم څخه ملاتړ ته چمتو یو. تاسو به ووينئ. ډاډه اوسئ زموږ لاره د حق ده. زموږ جګړه روا ده او موږ د جګړې ډګر ګټونکي یو. موږ د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو، جګړه پای ته نه شو رسولی؛ خو طالب ته ماتې ورکولی شو.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و په خپلو خبرو کې یې د سولې په هکله وویل، د افغانانو د غوښتنو خلاف جګړې او ناامنۍ زیاتې شوي.

عبدالله یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو او په هېواد کې د اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب