دوشنبه, مې 6, 2024
Home+ګوګل د سمندرونو له تله د زلزلې څرک لګوي

ګوګل د سمندرونو له تله د زلزلې څرک لګوي

تاند ( یکشنبه، د کب ۱۰)  د انټرنېټ ستر او قوي ادرس ګوګل خبر ورکوي چې د دوی انجنيري/ تخنیکي ډله په دې توانېدلې چې په سمندر کې زرګونه کیلومتره لاندې ساحه کې د زلزلې ټکانونه معلوم او مخکې له مخکې یې معلومات تر لاسه کړي.

دا کمپنۍ وایي، دوی په سمندر کې زرګونه کيلومتره لاندې خپل کېبلونه ځای پر ځای کړي، چې پر مټ یې دقیق معلومات ترلاسه کولی شي.

ګوګل دا کار په وروستیو کې په ارام سمندر کې د عصري انټرنېټ کېبل د ځای پر ځای کولو په وسیله کړی او دا کیبل کولی شي چې زلزله په دقیق ډول د سمندري څپو د حرکت او نورو بدلونونو پر مټ اندازه کړي.

په دې برخه کې د کلیفورنیا د ټېکنالوژۍ انسټېټیوټ پروفیسر زنګ وینزهان او د ګوګل کارپوهانو د معلوماتو له مخې، دا کېبل به د حرکت او فشار په کارولو سره طوفانونه او زلزلې وپېژني او مرکز ته به خپل معلومات واستوي.

ګوګل وایي؛ دا چاره یې په نهو میاشتو کې د ننه بشپړه کړې چې له کبله یې تر دې وخته د ۳۰ طوفانونو او شل زلزلو وړاندوینې شوې دي.

د ګوګل بیان زیاتوي، چې په دې لاس ته راوړو معلوماتو کې د زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۵ درجې و، چې د ځمکې پر مخ د ودانیو د ورانولو خطر یې له ځان سره درلود، مګر په ۲۰۲۰ کال جون کې د مکسېکو زلزله بیا ۷،۴ ښودل شوې وه.

تر دې مخکې ساینسپوهانو د فایبر آپټیک کېبل کې جیولوژیک سېنسرونه نصب کړي وو، خو بریالي نه و چې د زلزلې معلومات دقیق او پر وخت ورسوي.

د ګوګل دا وروستۍ هڅه له ثبوتونو سره بریالۍ ښکاري، چې دا به د زلزلې او طوفان وړاندې د معلوماتو په رسولو کې همکاري وکړي، څو د ځاني زیان کچه را کمه او خلک وړاندې له وړاندې ځانونه خوندي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب