یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهجلال اباد ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو

جلال اباد ښار کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پيل شو

تاند ( یک شنبه، د حوت ۱۰) په جلال اباد ښار کې د ښار والۍ له لوري  ( زما ژمنه د يوه نيالګي پالنه) په نوم د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو.

مسوولان وایي چې په دې کمپاین کې به د ښار په نهو ناحيو کې ۳۱ زره بېلا بېل ډوله بوټي او نيالګي کېنول شي.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د دې کمپاین د پيل پرمهال وويل، سږکال په دې ولایت کې دوه ميليونه او درې سوه زره ميوه لرونکي او غير ميوه لرونکي نيالګي روزل شوي چې د نورو ولایتونو سربېره ترې۳۱ زره يې ښاروالۍ، پنځوس زره پوهنې ریاست، لس زره عامې روغتيا او پنځلس زره يې نظامي ادارو له لوري په خپلو اړونده سيمو او ځايونو کې کينول کيږي.

نوموړي په ټولو ننګرهار مېشتو غږ وکړ، چې د نیالګیو د کینولو په کمپاین کې ونډه واخلي.

په ورته مهال د جلال اباد ښاروال  اباسين بهير وويل، چې په دې کمپاین کې به څلورنیم سوه بوټي د عدم تشدد سرلاري باچا خان په مزار کې کېنول شي.

هغه هيله  وښوده چې دا نيالګي به په ښه ډول وساتل شي او خلک به ورسره پوره مرسته کوي.

1 COMMENT

  1. د نیالګیو کښېنول یو نیک اقدام دی ، هیله ده چې د دغو نیالګیو سمه پالنه وشي .
    البته په ښارونو کې د بوټو کښېنول هېڅ معنا نه لري . بوټي هغه طبیعي خودرویه نباتات دي چې په غرونو کې راشنه کیږي ، معمولا د حیواناتو د خوراک او سون لپاره ترې ګټه اخیستلی شو. بوټي او نیالګي دوه بېل مفاهیم دي . لکه ایرانیان چې کامرې او دوربین دواړو ته دوربین وایی ، خو په حقیقت کې دا دوه جدا جدا وسایل دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب