Homeخبرونهننګرهار کې د داعش ډلې د چاودنو مسؤل نیول شوی

ننګرهار کې د داعش ډلې د چاودنو مسؤل نیول شوی

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۰) د ملي امنیت صفر ۲ قطعه وایي، ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې د چاودنو مسؤل نیولی دی.

ملي امنیت زیاته کړې، تېره شپه امنیتي ځواکونو د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ، شولانې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې یو تن د داعش ډلې لپاره د جلال اباد ښار د چاودنو مسؤل نیولی دی.

سرچینه زیاتوي، د معلوماتو له مخې نیول شوي کس د پورته ذکر شوي دندې ترڅنګ د ټپي شویو داعش وسله والو انتقال، ماین جوړولو او لیږدولو په برخه کې هم فعالیت کاوه.

د یادونې دی چې تردې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر وړاندې زیات عملیات ترسره شوي او ډېری غړي یې نیول شوي او وژل شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د جلب او جذب عمومي مسوول نیولی وو.

ننګرهار د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې داعش ډله په لومړیو کې په کې پیدا شوه او په دغه ولایت کې یې ډېری خلک ووژل د خلکو مالونه یې لوټ کړل او ننګرهار یې له سختو ناامنیو سره لاس او ګرېوان کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...