شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه بلوچستان کې د اسدخان اڅکزي د وژنې پر ضد کار بندیز...

په بلوچستان کې د اسدخان اڅکزي د وژنې پر ضد کار بندیز اعلان شو

تاند (یکشنبه د حوت ۱۰) د ډیورنډ کرښې پورې غاړې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند بلوچستان څانګې د ویاند اسد خان اڅکزي د وژنې پر ضد نن په کوټه، پښین، ژوب، لورالایي، زیارت، موسی خیل، قلعه سیف الله، هرنايي، دکي او یو شمیر نورو سیمو کې کاربندیز اعلان شوی او ټول کاروباري مارکېټونه او بازارونه بند دي.

د ډیوه راډېو د خبر له مخې عوامي نیشنل ګوند غوښتنه کوي چې حکومت باید د اسد خان اڅکزي د وژنې د پېښې د څېړنې لپاره قضایي کمیسیون جوړ کړي.

ددغه ګوند د مسؤلینو په خبره، پاکستاني استخبارات په ټول پاکستان کې له هر څه خبر دي، خو د دې وژنو پړه بیا پر ناڅرګندو وسله والو اچوي چې دا خبره دوی ته د منلو وړ نه ده.

په ورته وخت کې اعتراض کوونکي هم د حکومتي ادارو پر ضد شعارونه ورکوي او له حکومته غواړي چې هر څه ژر باید دا قضیه روښانه کړي او د پښتنو پر خاوره دې د روانو وژنو مخنیوی وکړي.

اسد خان اڅکزی شاوخوا پینځه میاشتې مخکې د کوټې هوایي ډګر له سړکه تښتول شوی و او جسد یې پرون کوټې ته څېرمه د نوحصار په سیمه کې وموندل شو.

په بلوچستان کې د ورکو شویو کسانو کورنۍ بیا وايي چې د هغوی خپلوان د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکو تښتولي، خو پوځ بیا دا تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب