پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهرحماني: طالبان د سولې لپاره هیڅ ډول طرحه او ریښتینولي نه لري

رحماني: طالبان د سولې لپاره هیڅ ډول طرحه او ریښتینولي نه لري

تاند(یکشنبه، د حوت ۱۰) د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني تاجکستان ته د سفر پر مهال په دغه هېواد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، طالبان د سولې لپاره هیڅ طرحه نه لري او د نظام د له منځه وړلو او قدرت ته د رسېدلو لپاره جګړه کوي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چې ګڼ شمېر وکیلان هم په کې شامل و تېره ورځ تاجکستان ته لاړ او نن یې هلته یوې خبري غونډې ته وینا وکړه.

نوموړي وویل، طالبانو له مذاکراتي مېزه په تېښته کې دي او کابو یوه نیمه میاشت کېږي چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې دی خو طالبان مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

رحماني وویل، طالبان یوازې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره جنګېږي او هیڅ ډول برنامه د سولې لپاره نه لري، هغه ټینګار وکړ چې طالبانو یو ځل بیا خپلو مشرانو ته امر کړی چې د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي او په پسرلي کې بیا د جنګ لپاره اماده‌ګي نیسي.

رحماني ډاډ ورکړ چې  امنیتي ځواکونه په پوره ډول اماده دي چې له خپلې خاوري په هر حالت کې دفاع وکړي او د طالبانو او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې وجنګېږي.

رحماني دغه راز د نظام د ساتلو په اړه وویل، په هر قېمت د اوسني نظام او حکومت ملاتړ کوي چې مشري یې د ولسمشرغني په لاس کې ده.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني تېره ورځ په څلور ورځني سفر تاجکستان ته لاړ له نوموړي سره په دې سفر کې خبریالان او د ولسي جرګې ځينې غړي هم شامل وه، چې د دغه سفر موخه د دواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدل ښودل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب