یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسکه غواړﺉ د موبایل بیټرۍ مو زیات عمر وکړي

که غواړﺉ د موبایل بیټرۍ مو زیات عمر وکړي

راټولونه : زاهد صمدزی –

اپل، سامسونگ، نوکیا، سوني اریکسون او نورې معتبري کمپنۍ چې سمارت یا لمس کېدونکي (نوي ماډل) ټېلفونونه یې جوړ کړي ، خپلو د موبایل کارکوونکو ته اجازه وکوي چې په خپلو موبایلونو کې لوبې، قران کریم، دیني معلومات، سندرې،وېډیوګانې، د انځور اخېستل او په سلګونو نور په زړه پورې مواد ولري او ورڅخه استفاده وکړي.

mobile chargeد دې ډول غوږیو پر قابیلتونو سربېره ، د بیټرۍ د عمر په اړه د موبایل د کارکوونکو، د موبایل د پرمخ بېوونکو او جوړونکو له سترو اندېښنو څخه ده او وه.

زاهد صمدزی
زاهد صمدزی

جالبه خو دلته ده چې د ډېرو کلونو په تېرېدو سره ، اوس هم د سمارټ ټلفونونو بیټرۍ نهایتآ تر ۷۲ ساعتونو زیات د ګټې وړ نه وه او نه تر اوسه شوې.

په دې کې کمپیوټر ګرم یا ملامت نه دی، ځکه د موبایل له ډېرو اپلیکشنونو یا پروګرامونو کار اخېستل د موبایل بیټرۍ قوي شوي او خورا زیات کار ورباندې کېږي.

د غوږیو د کارونکو یو له سترو ستونزو هم د بیټریو ژر خالي کېدل دي.په دې مطلب کې ۱۰- ساده ټکي د هغو موبایل کارونکو ته ښیوو،په ځانګړي ډول سمارټ یا د ګوتو په لمس له کارکوونکو موبایلونو کار اخلي.  څو وکولای شي، د ټېلفون بیټرۍ یې زیات وخت کار ورکړي.

۱: د موبایل لرزه بندول (Vibrations):

د لرزې وړتیا د ټلفونونو له پخوانیو امکاناتو څخه دي.دا یو له مهم کارونو د ټېلفون دی،چې د کومي جلسې ،د واده سالون او نورو وختونو کې ترې د بي غږه (Silent)په وخت کې 1وي، نو چې غواړو اړېکي ، یا پېغام ته مو د شور ماشور په وخت کې پام شي .او له لرزې څخه په عمومي General حالت ګټه اخېستل یو بې ګټې کار دی، او باېد وویل شي،چې دا کار د موبایل بیټرۍ یوه زیاته برخه چارچ بي ځایه مصرفوي، او نور هیڅ هم نه.

د لرزې حالت چې ستاسو د موبایل په مدریت خورا زور راولې ، نو دچارچ مصرف هم ورسر زیاتېږي،نو ښه به وي په General حالت کې یې غېر فعال او په Silent حالت کې روښانه وساتئ.

۲: د موبایل ښېښې د روښانې کمول:SCREEN Brightness

1

 ښایې باور مو رانشي چې که د موبایل د روښنایی څو درجې مو را کمې کړﺉ،نو د بیټرۍ د عمر تله به مو د پام وړ پورته ولاړه شي.همدارنګه په ځینو نویو موبایلونو ( سمارټ) کې د Auto Brightness په نامه یو قابلیت (فایل) شتون لري،چې په فعاله کولو سره یې ستاسو د موبایل پاڼه (شیشه) د چاپېریال له رڼا سره ځان عیاروي، او د اړتیا په وخت لږه او ډېرېږي.

په هر حال ، درته وړاندېز کوم چې،هیڅ کله هم د موبایل د شیشې روښنایې لوړ حد ته مه رسوﺉ،ځکه چې تاسو یې فکر هم نشۍ کولای ،چې څومر ستاسو د موبایل د بیټرۍ د چارچ موږک کېدای شي.

همدا ډول یو بل پوستونه یا ‌ (Theme) دي،چې که تاسو د یمونو له ساده ډولونو نه کارواخلۍ د چارچ په نه مصرف کې مو له خپل ټېلفون سره مرسته کړې وي.

۳:د مدیریت وړتیا Manage Screen Timeout :

په موبایلونو کې یوه دا ښه وړتیا چې ور اضافه شوې، هغه له کاره  وروسته د څو ثانیو د موبایل د روښنایې بندېدل دي، ښه به وي،چې دا وړتیا  په تر ټولو کښته درجه کې وساتو.دا د دې باعث کېږي،چې د په ټولیز ډول د موبایل مخ پاڼه (LCD) کم وخت روښانه پاتې شي، په پایله کې به کم چارچ مصرفېږي.

۴:که له تېلفون نه د یو څه وخت لپاره ګټه نه اخلئ نو ګل یې کړﺉ

mobile

که اړینه نه وي، او وېده کېږﺉ، نو موبایل مو ګول کړﺉ.دا کار مو د ساعتونو چارچ ساتې. د دې ټکي په پام کې ساتلو سره کولای شئ، پوره یوه بله ورځ په همدې چارچ خپل کار ترسره کړﺉ.مثلآ؛که اوس مجبوره یاست په هرو دوه ورځو کې موبایل چارچ کړﺉ، نو بیا به یې په دریو ورځ کې چارچوﺉ.

په موبایل کې یو بله وړتیا دا ده چې کولای شئ، خپل موبایل مو Offline کړﺉ او یا هم د Flight Mode حالت غوره کړﺉ، په دې سره که غواړئ ، وېده شﺉ موبایل او مو روښانه دی، خو سیم کارت مو له شبکې سره قطع کېږي.

دا کار تاسو ښه خوب ته پرېږدي،چې د کمپنۍ له سوداګریزو اس – ام – اس ونو او اړېکو چې په نیمه شپه کې راځي، خلاص شئ.

۵: د بیټرۍ سم چارچول

کله چې د ګرځنده موبایلونو د بیټرۍ چارچولو په اړه خبرې کوو،زموږ بحث دوه بېل اړخونه پېدا کوي.

لیتیوم یون (Li-Ion)، نیکلي بیټرۍ چې په دوه برخو متال هیدرید (NIMH) او کادمیوم (NiCd) باندې وېشل کېږي.

د کادمیوم(NiCd) نیکلي بیټریو وړتیا چې له وار چارچ سره کمښت پېدا کوي، او په دې ډول سره د کادمیوم بیټریو عمر د متال هیدرید نیکلي بیټریو په وړاندي ډېر دی.که مو بیټرۍ ډېره خالي شوي وي،هیله ده ژر (جدي) یې بېرته چارچ کړئ.

د لیتیوم یون بیټرۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې بیټرۍ په ډول تر اوسه معرفي شوې دي. او هغه تر نورو هغو ډېر ځله کولای شئ ،چارچ شي.

که غواړئ، د ګرځنده ټېلفون بیټرۍ مو زیات وخت چارچ ووهي،نو اړېنه ده پوه شئ، ستاسو د موبایل په موډل کې کوم ډول له پورته ډولونو نه پکې کارول شوې، او له هغه ورسته ورته خپله ستراتېژي په نظر کې ونیسئ.

رېښتیا! کله چې موبایل یا هم بیټرۍ اخلئ ،نو ویل کېږي چې باېد دولس ساعته یا …، وخت باېد خپل موبایل چارچ ته کېږدئ، داخبره له موبایل سره د لارښوونې په کتابچه کې نه ده راغلې، او نه هم کمپنیو ویلې،بلکې د دوکاندارانو خبرې دي.

۶: د غېر ضروري پروګرامونو بندول

mobile 

د نویو موډولي غوږیو یوه ښېګڼه داده،چې په یوه وخت کې کولای شئ،څو پروګرامونه په یوه وخت کې کار کړئ.خو دا موضوع هم د بیټریو له غټو موږکانو څخه شمېرلای شو. څو پروګرامونه یواځي هغه وخت وکاروئ،چې په رېښتیا هم ورته اړتیا لرئ، او هغه پروګرامونه چې غېر ضروري دي،او له خلاصو پرېښودو یې په شا ( baground) کې مخنیوی وکړئ.او که مو غوږۍ اندروېدي وي،نو د ګټه لرونکي پروګرام (Advanced Task Killer ) څخه هم په دې برخه کې ګټه اخېستلای شئ.

۷: د سپوږمکۍ پر مټ د ځای نښې موندنوکي غېر فعالول (GPS)

ښایې یو ځل مو تجربه کړې وي، د GPS پروګرام مو خلاص پاتې شوی وي، نو ماښام اړ یاست چې،خپله د موبایل بیټرۍ مو چارچ کړئ

GPS - Mobile

که دقت ولرئ، د GPS پروګرام مو اړتیا په وخت وکاروئ،او بیا یې بند وساتئ.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب