شنبه, مې 18, 2024
Homeداسې هم شتهساینسله ویدیو ګېم څخه په رښتیانیو جګړو کې استفاده

له ویدیو ګېم څخه په رښتیانیو جګړو کې استفاده

تاند- ویدیو ګېم د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۷ میلادي کال «توماس.ټي. ګولو سمیت» او «ایسټل رې من» جوړ کړ. د هماغه وخت ویدیو ګېم دومره ساده و چې له نننیو ویدو ګېمونو سره بالکل د پرتلې وړ نه دی.

په حقیقت کې په نوي یمه میلادي لسیزه کې د ویدو ګېم چټکه وده پیل شوه او نن سبا د ویدیو ګېمونو ګرافیک او د صحنې جوړېدا له حقیقي یا رښتیانیو عکسونو سره ډېر توپیر نه لري او د سینمايي افکټونو په هنر کې د حقیقت او تخیل ترمنځ پولې یو مخ ړنګې شوې دي.

نن سبا په رښتیاني ژوند او د انسان په خیال کې داسي برخه ښايي نه وي پاتې چې د هغې په اړه ویدیو ګېم نه وي جوړ شوی او لیدونکي ونه لري.

1خو په دې منځ کې جنګي ویدیوګېمونه د دې لپاره چې زیات مینه وال لري په یوه داسي تجارت بدل شوي چې ملیاردونه ډالر پکې کښته پورته کېږي.

په نړۍ کې په ملیونونو ځوانان، زلمکي او حتي زاړه دا ډول ویدويي لوبې کوي.

خو ایا جنګي ویډیو ګېمونه په رښتیانیو جنګونو کې د عسکرو پر جنګي شيوې اغېز نه شي کولی؟

د مشهورو جنګي ویدیو ګېمونو او جنګي جرمونو ترمنځ څه ارتباط شته؟

کال اف ډیوټي (Call of Duty) او ماډرن وارفېر (Modern Warfare) تر ټولو مشهور جنګي ویدویو ګېمونه دي چې لوبغاړي پکې له یو بل سره جنګېږي. دوی یو بل ته په ورته شرایطو کې جنګېږي.

دا جنګي ګېمونه د رښتیانیو جنګي شرایطو په الهام جوړ شوي دي.

د جنګي ویدیو ګېمونو لوبغاړي د یوه کلي د یو مخ ویجاړولو، د ملکي خلکو د وژلو او داسي نورو ورانوونکو کارونو پرېکړه کولی او عملي کولی شي. دا ډول کارونه که په رښتیاني ژوند کې وشي جنګي جرمونه ګڼل کېږي.

اوس د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دې اړه بحثونه پیل کړي، استدلال کوي چې دا ډول لوبې کېدای شي انسانان په رښتیانیو جګړو کې عملي کړي او پر انسان بې اغېزې نه دي.

د دې کمېټې په باور دا ډول لوبې د انسانانو وژنه عادي کوي. له همدې کبله دا کمېټه وايي چې د ویدیو ګېمونو لپاره دې هم قوانین وضع شي او هغه لوبې یا ګېمونه دې منع شي چې په حقیقي جنګونو کې د بشري حقونو سرغړونه او جنایت ګڼل کېږي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو چارواکی فرانسوا چاود په دې اړه وايي:

«زموږ هدف یوازې ملکیان نه دي چې ویدیويي لوبې کوي، موږ پوهېږو پوځیان هم د ساتېري لپاره ویدیويي لوبې کوي. موږ غواړو چې د ویدیو ګېمونو له لارې هغو پوځیانو او کسانو ته پیغام ولېږو چې د جګړو پرېکړه کوي.»

د جنګي ویدیو ګېمونو جوړوونکو شرکتونو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

په پراګ کې د جنګي ویدیو ګېمونو د جوړوونکي شرکت (بوهیمیا انټراکټیف) رييس مارک سپېنل له سره صلیب سره دا خبره نه مني. وايي:

«له دغو ویدیو ګېمونو څخه په امریکا، استرالیا، بریتانیا او تقریباً د ناټو په ټولو غړیو هیوادونو کې پوځیان کار اخلي، ځکه چې دوی ته څرګنده شوې ده چې له دغو لوبو څخه د خپلو کسانو د روزلو لپاره خورا ښه استفاده کولی شي.»

خو د همدغه شرکت د هنري تولیداتو مسوول بیا د سره صلیب د نظر هرکلی کوي، وايي، د نړیوالو بشري حقونو په اړه مشوره ویدیو ګېمونه لا رښتیاني برېښوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب