جمعه, مې 17, 2024
Homeروغتیاد بندونو او ملا درد ته نوی درمل

د بندونو او ملا درد ته نوی درمل

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

  د ټي بي ( TB ) په نامه ډنمارکي ژبې اونیزی د ۲۰۱۳ کال د اګسټ د لومړی نیټی په ګڼه کی د (د پروتین تابلیت به د ارترز دردونو ته د پای ټکی کښیږدی) تر سرلیک لاندی د نوو طبی څیړنو د پایلې په اړه لیکلي چې ډاکتران د مفصلونو ( بندونو ) د غضروف د تخریب کېدلو پټ راز پیدا کوی . داچې دا ډول دردونو دا مهال د ټولنی د زیاتې برخې ګریوان ته لاس اچولی دی ، ځکه نو غواړم د نوموړي لیکنې د منځپانګې پښتو ژباړه په لاندې کرښو کې له لوستونکو سره شریکه کړم :

      د ارتروز د نه زغمونکو دردونو په وړاندې مرسته راتلونکې ده . یو شمیر مخکښو څیړونکو دا خبره څرګنده کړې چې د پروتین یو ځانګړی مالیکیول په بدن کې د ناروغو بندونو د غضروف د تخریب په چټکتیا کې پریکنده اغیز لري . د دې سره سم ډاکتران د یو ډول پروتیني تابلیت په جوړولو بریالی شوي او ډیر ژر به د ډیرو هغو کسانو سره د مرستې په موخه وکارول شي چې هره ورځ د دې ډول ناوړې ناروغۍ  د  سختو دردونو سره لاس او ګریوان دي .

      دا چارې د ارتریت د څیړنی (arthritis research ) په برخه کې د نړی د یوشمیر وتلو څیړونکو لخوا د برټانیا د Westminster او Manchester په پوهنتونونو کې تر سره شوی او له مخی یی دا راز موندلی چې د urocortin پنامه د پروتین مالیکیول په باوری ډول کولای شی د ډیرو مهمو غضروفی حجرو (chondrocytes ) بقا تضمین کړی. دغه حجری دی چې د هډوکو روغ غضروفونه تولیدوی او ساتنه یی کوی .

   2    د ارتروز ناروغی د غضروفی حجرو شمیر په پراخه پیمانه سره را ټیټوی ، مګر په بدن کې د دغو اړینو پروتینی مالیکیولونو د تراکم په زیاتولو سره ، همدا اوس دا امکان تر لاسه شوی چې د نوموړو حجرو د مړینی څخه په اړینه کچه مخنیوی وشی .

        نوی لاسته راوړنی :

       نوی څیړنی چې پدی وختونو کې د Cell Death and Disease ( د حجرو مړینه او ناروغی ) پنامه یوه نړیوالی مهالنۍ کې نشر شوی ، د نړۍ په کچه یوه لویه لاسته راوړنه یاده شوی ده .

       په Westminster کې د څیړنیزی پروژی مشر ښاغلی Lan Locke  وایی : « په بندونو ( مفصلونو ) کې د یاد شوی مالیکیول د اغیز کشف د نوو په زړه پوری څیړنو د پاره لاره هواروی چې له مخی یی هم د ناروغۍ علت پیژندل کېدلای شی او ور سره سم هم د ناروغۍ مخنیوی کېدلای شی او هم یی درملنه » .

      په ډنمارک کې هم ددغی ناروغۍ طب پوهان د نوموړو څیړونو پایلو ته په مثبت نظر ګوری او د فریدریکزبورګ روغتون سرطبیب او د څیړنو د ډنمارکې څانګی مشر ، پروفیسور  Henning Bliddal وایی : « ښایی اوس هغه چاره پیدا شوی وی چې له مخی یی د غضروفی حجرو ژوند وساتل شی . که دا چاره  وشی نو یو د نه منلو ترکچې به په زړه پوری یو کار وی . په دی کې هیڅ شک نشته چې ددغو څیړنو پایلی ډیری مهمی او دپام وړ دی » . نوموړی پروفیسور زیاتوی : « پدی اړه تر ټولو په زړه پوری دا مونده ده چې غضروفی حجری د پروتینو دغه مهم مالیکیول تولیدوی او دا امکان تر لاسه شوی نوموړی مالیکیول په زیاته پیمانه جوړ شی او پربنسټ یی د غضروفی حجرو د تخریب څخه مخنیوی وشی . که دا بریالیتوب تر لاسه شو نوبیا به د تل دپاره ستونزه حل شی . کېدلای شی دا ډول پروتینی مالیکیول د فامیل دغړو څخه چې پیژندل شوی هارمون ولری ، دناروغ بدن ته د درملو ( تابلیت ) په بڼه ور داخل کړل شی .  دا کار ښایی تر هغه زیات وخت ونیسی چې همدا اوس حساب ورباندی کېږی . هر مواد چې بدن ته ور داخلیږی ، کېدلای شی نامطلوب اړخیز ( جانبی ) اغیز ولری ځکه نو د کارولو څخه یی باید ډډه وشی . وخت به دا وښئی چې په عمل کې څه پیښیږی » .

       د ډنمارک د فریدریکزبورګ ښار د Parkinson په انستیتوت کې د ارتریت متخصصه پروفیسوره اغلی Bente Danneskiold-Samsøe د خپل لوړ یاد شوی همکار پروفیسور دخبری په تائید سره یادوی چې موږ اوس دڅیړنو د هغو پایلو سره ولاړ یو چې خورا زیات او د پام وړ اهمیت لری . دا وایی : « دا په رښتیا هم ډیره په زړه پوری ده او زه د یوه زیات شمیر ناروغانو په استازیتوب دا دډیری خوښۍ ځای بولم چې موږ به ډیر ژر د یوی اغیزمنی درملنی او مخنیوی کولو سره لاس پکار شو . دا یوه منل شوی خبره ده چې د chondrocytes پنامه فعالی حجری په تخریبونکې پروسه کې اغیز لری چې د ناروغانو په غضروف کې منځته راځی » .

      دا ناروغی په نړی کې ورځ تر بلی په زیاتیدو ده . د بیلګی په توکه یوازی په ډنمارک کې چې نژدی پنځه میلیونه وګړی لری ، اوه لکه کسان په یوه یا بل ډول ددغی ناروغۍ له دردونو څخه رنځ وړی او شمیر د راکټ په چټکتیا مخ په زیاتیو دی . یو د لویو علتونو څخه هم پدغی ناروغۍ کې د وزن زیاتوالی ګڼل شویدی .

      د ناروغۍ د منځته راتلو جریان داسی دی : کله چې په بندونو کې د دوو مخامخ کېدونکو هډوکو د سرونو په برخه کې غضروفی حجری تخریب شی ، سطح یی نا هواره کېږی او هډوکی سوکه سوکه یو د بل سره سم نه برابریږی ، یو دبل پر سطح په ښوی او لزجی ډول د حرکتی ګرځیدو قابلیت د لاسه ورکوی . پدی توګه هډوکی یو دبل سطح توږی چې دردونه ورڅخه را زیږی . ددی سره سم د بند ( مفصل ) کپسول چې بند یی احاطه کړیدی ، د وخت په تیریدو سره ورځ تر بلی پاړسوب کوی ، پنډیږی او په بندونو کې دهغو اوبړنو موادو ( مایعاتو ) مقدار چې باید دردمن بند غوړ کړی ، زیاتیږی . په تدریجی ډول د بند هډوکې بدلون مومی ¸ خپل طبعی شکل د لاسه ورکوی او ورانیږی ، پنډوالی یی سخت او کلک کېږی چې دپخوا پشان په اسانی سره بی تکلیفه حرکت نشی کولای او د سختو دردونو لامل ګرځی .

د بندونو د دردونو په وړاندی څو ګټوری مشوری :

 ۱ –  د وزن کمول : د وزن زیاتوالی د نورو ناخوالو تر څنګ دلته هم خطرناک دی . څیړنو ښودلی چې په سلو کې لس د وزن کمول ، ددی ناروغی په اړه ۳۰ په سلو کې مخنیوی کوی .

۲ ـ د کلسیم اخیستل دی ناروغی ته ډیر ګټور دی . د کلسیم ستره سرچېنه شیدی او د شیدو محصولات دی .

۳ ـ طبعی درملونه : څیړنو ښودلی چې کورکومن ( زردچوبه ) د التهابی کېدو مخنیوی کوی او ددی ناوِړتیا په وړاندی ډیر ګټور دی . کورکومن د اندورفین Endorfin تولید په بدن کې زیاتوی چې دا بیا د خپل بدن مورفین ډوله مواد دی ، هم دردونه اراموی او هم یی مخنیوی کوی . پکار ده چې هره ورځ غذا ته یوه یا دوی د چایو کاچوغی کورکومن واچول شی . شونډ ( زنجبیل یا زنجفیل ) هم د التهاب مخه نیسی او باید هره ورځ لږ تر لږه څلور ګرامه شونډ د غذا سره وخوړل شی . د نسترن د بوټی میوه چې د ګل تر رژیدو وروسته پاتیږی ددی ناروغی په مخنیوی کې ډیر رول لری .

۴ ـ مناسبه غذا ډیره مهمه ده . ویټامین ( C) دی ناروغۍ ته ډیر ګټور دی چې لویه سرچېنه یی مالټی ، دولمه ای مرچ او د نسترن د بوټی میوه ده . چاغ د وازګو ډک کبان لکه ساردین ، لاکس او ماکریل چې نامشبوح غوړی یی ډیر دی ، خوړل یی د بندونو د پاره ډیره ګټه لری .

۵ ـ په دی ناروغی اخته ډیرۍ کسان داسی فکر کوی چې باید پرخپلو بندونو باندی زړه سوی وکړو او په حرکت کولو سره یی و نه ځوروو .  مګر څیړونکی دا نه تائیدوی او وایی چې څومره توان لرو ، باید فعال اوسو او حرکت وکړو ، داځکه چې پدی کار سره عضلی غښتلی کېږی او ور سره سم د بند پر غوټه ، پرتونو او د بند هډوکو باندی بار کمیږی او داکار بیا دردونه اراموی . څیړونکی وایی چې په منظم ډول د عضلاتو دغښتلی کېدو په موخه اړوند تمرینونه کولای سی پدی ناروغۍ کې کله ناکله ان د زنګنونو او ورنونو د بندونو د حراحی مداخلی اړتیا له منځه یوسی. 3                                                                                                                                                                                                                     د د ژباړی پای

       د ژباړونکی یادوونه :

       ارتروز یا اوستیوارتریتیز osteoarthritis هغه ناروغی ده چې اصلی علت یی تر اوسه پوری په دقیق ډول پیژندل شوی نه دی ( ښایی ددغو نوو څیړنو په پایله کې به وپیژندل شی ) ، مګر معلول پخپله دغه ناروغی بللای شو چې په مفصل کې د اړوندو هډوکو د سرونو د برخی د غضروف د تخریب کېدو له کبله منځته راځی . پدی توګه پکار ده چې د نوموړی غضروف د تخریبولو لامل تشخیص شی او دا بیا هغه څه دی چې له مخی یی دتخریب کېدو مخنیوی او درملنه کېدلای شی . دا ناروغی په پراخه پیمانه په ټوله نړۍ کې لیدل کېږی . د ځینو سرچینو له مخی په امریکا کې تر ۲۱ میلیون کسانو پوری پری اخته دی . د همدی ناروغۍ له مخی انسان د کار وړتیا تر ډیره حده له لاسه ورکوی او ژوند یی بیخونده کېږی . د زاړه او پاخه عمر والا خلګ تر نورو ډیر ورباندی مصاب کېدلای شی . په ځوان عمر کې  نارینه تر ښځو زیات او په پاخه عمر کې بیا ښځی تر نارینه وو زیات ورباندی مصاب کېږی . ارتروز کولای شی د بدن ټول مفصلونه په ځانګړی توګه د غاړی ، ملا ، پښو ، لاسونو ، ګوتو ، زنګنونو ، ورونونو او نور بندونه مصاب کړی . د ناروغی نښی نښانی داسی څرګندیږی : د پیل په پړاو کې دردونه لږ او معمولا د کار یا فزیکی فشار سره منځته راځی او د استراحت پرمهال بیرته ورک کېږی . په وروستیو پړاوونو کې دردونه زیات وی او ان د استراحت او خوب پروخت هم انسان زوروی . دا دردونه ددی لامل ګرځی چې د مفصل حرکتونه کم ، پاړسوب منځته راولی او داړوند غړی د ګوډ کېدو باعث شی .

      د بندونو ارتروز کېدلای شی د لابراتواری کتنو او رادیوګرافی د لاری تشخیص شی . د وزن کمول ، مناسب فزیکی فعالیتونه ، سپکه غدا کولای شی د ناروغۍ په مخنیوی او درملنه کې مثبت رول ولوبوی . لدی نه پرته کمیاوی درملنه یانی د اړوندو دواګانو کارول هم تر یوه حده ګټه رسوی .

       د دردونو د کموالی په موخه که مفصلونه وی ، باید ګرم وساتل شی او مساژ ورکړل شی ، که غاړه وی باید د ځانګړی جوړ شوی غاړی بند نه کار واخیستل شی څو د غاړی د حرکت مخنیوی وکړی ، که شمزۍ وی باید پر نسبتا کلکه توشکه باندی پر شا بیده شی . د ډیرو شدیدو دردونو پر وخت جراحی مداخله هم اړینه وی . که دردونه ډیر شدید نه وی ، مناسب ورزش ګټه رسوی خو که شدید وی بیا د استراحت حالت تسلی کوونکی دی . ددی دپاره چې پر اړوندو مفصلونو فشار کم شی ، کېدلای شی د ځانګړو لکړو څخه کار واخیستل شی .

       دا هغه څه دی چې پدی اړوند د لا زیاتو مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه د بیلابیلو لیکنیزو او انترنیتی سرچینو څخه رالنډ شول تر څو د ناروغو کسانو سره مرستندویه وګرځی .

   پای

3 COMMENTS

  1. The result of these all studies are still in this sentence; the findings of a new study suggest that the urocortin protein( could be ) used both to prevent and to treat osteoarthritis.hope to understand could be in this sentence.

  2. Aslam dear how to get these tablets my mom is suffering from osteoarthritis and arthritis since ten years now she is bed bounded she is under treatment but there is no sign of improvement kindly guide me this regard best wishes

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب