دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعاسلام آباد ته روا، کابل ته ناروا/ عصمت قانع

اسلام آباد ته روا، کابل ته ناروا/ عصمت قانع

ملا شمس الدین اخندزاده په خټه ساک زی وو او له ډېرې مودې راهیسې زموږ په کلي کې د جومات پر لوی ملا هستېدلو، اوس هم ژوندی دی، خدای دې راته ولري. سخت د استنجا شوقي وو.

د کلي د جومات په ډبرینه غسل خانه کې به کښېناست او یو ساعت به یې پر سومبۍ د اوبو چړپ او چړوپ جوړ کړی وو، خو دده سامان به نه پاکېدلو. ملا شمس اخند به ویل، چې استنجا غسل دی، درېغه چې باید په احتیاط بشپړ شي.

ملا صاحب عجیب او غریب سړی وو، یو ډول ځانګړې جامې یې درلودې چې په ټوله سیمه کې یې خاص شهرت او شناخت درلود، د چوڼ ګرد کمیس یې اغوست چې په شپږ اوه تابه یې جوړاوه.

د پرتاګه پایڅې به یې هم ګیبي وې، ګیبي پرتوګ په هغه وخت کې د چټو پېغلو او مستو ځوانو ښځو د سرشاره ځوانۍ علامه او سمبول وو.

پوره دیارلس ګزه د سپینې خاصې (ململ) پګړۍ یې پرسر تړله، چې د خپلې لویې پګړۍ په وجه خلکو د ملا پګړۍ اخُند په نامه پېژنده او کله کله خو به یې د ملا پګړۍ په نامه غږ هم پرې کولو.

دده د خولې یوه کیسه ده. ملا شمس الدین کیسه کوله چې د پښین په کربلا کې یو ملا پر ښځه عاشق شوی وو.

ښځه بې درېغه ښایسته وه، د مړه هم مینه پرې راتله، ملا خو ژوندی بنیادم وو او بیا لوونډ هم وو. له مودو مودو چرت او سوچ څخه وروسته یې له ځان سره وپتېله، چې راشه د یوه چل او فریب په نتیجه کې د ښځې مېړه دې ته وهڅوه چې خپله ښځه طلاقه کړي.

د طلاق د واقع کېدو لپاره ډول ډول تدابیر وسنجول شول، بېلابېلې دسیسې طرح شوې، بالاخره پر یوه خاصه دسیسه توافق وشو.

مازیګر چې ملا ساراګشت ته روان وو، نو ناڅاپه د مطلوبې ښځې خاوند هم قضای حاجت ته وتلی وو. ملا چې د مطلوبې ښځې خاوند ولید، چې مخامخ پر قبله ناست دی او مثانه تشوي، نو فوراً یې فتوی ورکړه او په لوړ اواز یې وویل، چې آی د خدای ګنهګاره بنده، ته مخامخ قبلې ته ناست یې او په بې ادبۍ سره جواب چای کوې، ستا دغه ګناه به تا مستقیماً د سقر او جهنم میلمه کړي.

ستا د دغې ګناه په وجه پر تا خپله عورته په درو کاڼو طلاقه شوه، که بیا خپلې ښځې ته ورنېږدې شوې، نو جهنم او سقر دې ابد لا ابد ځای شو، کافر شوې د خدای د قهر او غصب وړ وګرزېدې، خدای دې غرق کړه لکه غرق چې یې، ښځه درباندې طلاقه ده، که دې د خپلې ښځې مخ ته هم وکتل وګڼه چې مادر زنا او خواهر زنا یې. ژر ورشه ښځه دې له کوره وباسه او د کلیوالو په مخ کې طلاق ورکړه.

ساده او کلیوال سړي چې د ملا خبرې واورېدې، نو سیده کور ته ولاړ او خپل ودان کور یې وران کړ، خپلې پی مخې او چټې ښځې ته یې طلاق ورکړ او ښځه یې له کوره وشړله.

خلکو ورنه پوښتنه وکړه، چې آ د خدای بدبخته دا ولې؟

سړي ورته وویل چې مخامخ مې قبلې ته میتازې کړې دي او ملا صاحب په کتاب کې وکتل چې پر ما خپله عورته طلاقه شوه. خلکو هم ومنله چې رښتیا به مخامخ قبلې ته د قضای حاجت عمل دومره قبیح او ناوړه وي، چې منتج کېږي به د زوجې په طلاق باندې.

د طلاقې شوې ښځې لا د عدت زمان نه وو بشپړ شوی، چې ملا صاحب سامانونه ورته وخریېل او په نکاح یې کړه.

مودې تېرې شوې، بله ورځ د ښځې پخواني مېړه ملا صاحب ولید، چې مخامخ قبلې ته ناست دی او جواب چای شړي.

د ښځې پخواني خاوند چیغه کړه، چې آه ملا صاحب ته هم د جهنم او سقر په کار شوې، ته هم ګنهګار شوې، پرتا هم په درې کاڼو طلاقه شوه خپله عورته.

ملا صاحب چې لوټه یې په یوه لاس کې خپل سامان ته نیولې وه او په بل یې د پرتاګه پرتوګاښ ټینګ کړی وو، په کړس کړس وخندل او ساده کلیوال ته یې داړې جینګې کړې او ویې ویل، چې آی جاهله کلیواله ته نه یې خبر چې ما یې سر د جنوب خواته کوږ کړی وو او مخامخ قبلې ته په دې خاطر ناست وم، چې شکر کاږم، خدای پاک زما له وجود څخه ګندګي و اېستله. ساده او معصوم کلیوال د ملا صاحب دا منطق هم ومنلو.

د همدې ساده کلیوال مثال په شا او خوا کې به د ایران او پاکستان په هکله درته ووایم. ایران له تېرو اتیا کالو راهیسې د امریکا او ناټو په کمپ کې د خپلې دفاع د اړتیاو په باره کې خپلې ملي او دفاعي ګټې توجیه کوي.

د رضا شا په زمانه کې همدا ایران وو، چې د ناټو او واشنګټن د دفاعي او پوځي انډیوالۍ تر ټولو مخکښ اسیایي هېواد وو او دغه منطق یې د کاڼي کرښه وه، چې د ایران بقا او دفاع تر هر څه مقدمه ده.

کله چې د ایران اخُندي رژیم له عراق سره په اوږده جګړه کې واقع شو، ټوله دنیا شاهده ده چې له اسراییلو سره یې دفاعي او تسلیحاتي معاهده امضاء کړه، په هغه وخت کې ایران ته له اسراییلو سره معاهده روا وه، خو اوس افغانستان ناروا امنیتي معاهده کوي.

په همدې ډول به د پنجاب پر کرشمه ساز سیاست باندې یو ځغلند نظر واچوو. کله چې پاکستان د ارتجاعي اسلام او پیرنګۍ دبړه مار د زنا په نتیجه کې وزېږېد، نو لومړنی اسیایي هېواد وو، چې له امریکا سره یې پوځي او دفاعي اړیکي ټینګې کړې.

افغانستنان او هند د باندونک په کنفرانس کې د ناپېلتوب سیاست غوره کړ او په هر ډول پوځي تړونونو او معاهدو کې یې له ګډون څخه ډډه وکړه، خو اسلام اباد په سیتو، سیاتو او بغداد پکت کې ګډون وکړ. له نن څخه پنځوس کاله وړاندې همدا اسلام آباد وو، چې په بډه بېره کې یې د امریکا متحده ایالاتو ته پوځي هوایي اډه ورکړه.

پاکستانیان اوس هم له امریکا سره خپلې پوځي او دفاعي اړیکي د پاکستان د دفاع مقدس امانت بولي، خو افغانستان ته دا حق نه ورکوي، چې د خپلې دفاع او خپل امنیت لپاره له دنیا سره معامله وکړي.

د پاکستان لپاره ځکه د خپلې دفاع په خاطر له امریکا سره تړون روا دی، چې دوی یې سر د جنوب خواته کوږ کړی دی.

زه په کابل کې د دایریدونکې لویې جرګې غړو ته د افغانستان له ستونې څخه دا چیغه پورته کوم، چې وخت او زمان افغانستان ته یو طلایي چانس برابر کړی دی، که مو اوس هم د وخت او زمان چیغه د افغانستان د بقا او پایښت لپاره وانه ورېده، نو افغانستان به یو ځل بیا د اسلام اباد د قمر مصنوعي په څېر د پنجاب د مفاداتو پر مدار را وچورلېږي.

راځﺉ د خپل افغانستان د بقا په خاطر له نړۍ سره اړیکي جوړې کړو.

دغه اړیکي د هغه مسیر خواته رهبري کړو، چې یو خوندي افغانستان هم زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره او هم د نړۍ د امنیت لپاره د باور وړ حقیقت وګرزي.

نوټ: دا لیکنه له مشورتي لویې جرګې وړاندې لیکل شوې، خو د موضوع اهمیت ته په کتو په محور ورځپاڼه کې د قانع صیب په ننني کالم (سر خلاص که!) کې خپره شوې ده.

7 COMMENTS

    • قا نع صا حب ممثل دې ډیر په زړه پورېدی او کاملا ستا سې دنظر سره موا فق یم.الله ج دې هغه وخت زموږ او ستا سې په سترګو ووېنې چې ګرا ن افغا نیستا ن پر مخ تللی ،خوشا ل ،سوکاله ، دسیالانو سیال ،دوطن فروشا نو څخه خالې، دمحمود غزنوې اودلوی احمد شاه بابا لوی افغا نیستا نوې.خوپه مثا ل کې مو څه تیر وطنې سته .ځکه چې چې عفت وکلام او ادبیا ت په پوره ډول نه دې پکښې مرا عت سوې.

  1. زه وایم قانع صاحب د مورکی خو دی شیدی سه. سخته ښه په پوهیږی او نور هم په پوهولای سی. سرلوړی او ودان اوسی

  2. کرزی بیا په پښتون خر سپور شویدی، داسې ښکاري چې له لاسلیکه ېې کرکه لري.

    دا به د پښتنو او افغانانو لپاره لویه تیروتنه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب