پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+په دې خبره پاچا په ژړا شو

په دې خبره پاچا په ژړا شو

ژباړه: زحمت شاه فراز

د بعثت په دریم کال چې کله عمر بن الخطاب رض په اسلام مشرف شو، نو د مسلمانانو شمېر شاوخوا څلوېښت تنه وو. خو د مخالفینو له ډاره به مسلمانانو په پټه خپل عبادتونه کول.

دا چې حضرت عمر ډېر جذباتي او زړور سړی و، نو ده وویل «چې حق له موږ سره دی، نو موږ ولې پټ پاتې شو. موږ به په خانه کعبه کې په ښکاره عبادت کوو.» نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې دا خبره واورېده، نو منع يې کړ او ویې فرمایل:

«یا عمر انا قلیل» یانې اې عمره! زموږ شمېر کم دی.

د خندق په غزوه کې چې کله دواړه پوځونه د خندق دواړو غاړو ته ولاړ وو، نو د مشرکینو له پوځ نه د هغوی مشهور جنګیالی عمرو بن ود په اس سپور راووت او اواز یې وکړ: من بیارزنی (څوک به له ماسره مقابله وکړي) علي بن ابی طالب وفرمایل: انا یا رسول الله (زه، اې د الله رسوله!)

نبي کریم ص وفرمایل: اجلس فانه عمر بن ود (ته کېنه، ځکه چې هغه عمرو بن ود دی)

دا وه د خدای د پیغمبر تګلاره. خو نن ورځ د هغه پیروان خپل کمال په دې کې لټوي، چې د حالاتو له جاج اخیستو دمخه د مقابلې میدان ته ور ودانګي، اتي يې که له بربادي پرته نور هېڅ شی هم په برخه نه شي.

په دې خبره پاچا په ژړا شو

د تغلق کورنۍ په وروستۍ زمانه کې چې کله د دوی د واکمنۍ زوال پیل شو، نو د فیروز تغلق یوه فیوډال دلاور خان په مالوه کې په ۱۴۰۱ز کې خپلواک حکومت جوړ کړ. د ده پایتخت لومړیو کې دهار او وروسته مانډو و. له دلاور وروسته هوشنګ او له هغه وروسته د ده زوی غزني خان واک ته ورسېده. په دې زمانه کې محمود خلجی د ده وزیر و. وزیر ته چې فرصت په لاس ورغی، غزني خان يې وواژه او پخپله په تخت کېناست.

زیاتره وختونه داسې کېږي، چې انسان په وړو، وړو شیانو کې د «شریعت» ډېر خیال ساتي. خو په لویو، لویو کارونو کې د خدای د شریعت پروا نه ورځي. انسان په داسې چارو کې له «وېښته نه د پوستکي» د اړولو تر بریده مذهبي چلند کوي، چې شخصي ګټو ته يې زیان نه په کې رسېږي، چې په دنیوي موخو کې خنډ نه ورته جوړوي، چې داسې بیه يې نه پرې کوي، چې د دین په خاطر له یوه کرکجن انسان سره مینه وکړي او له خپل یوه محبوب کس سره خپله د زړه اړیکه پرې وشلوي. لنډه دا چې هغه دین چې په ژوند کې یې خلی نه شي، د هغه په پیروي کې دی ډېر مخکې، مخکې وي.

خو هغه دین چې د ده له خپل ژوند سره په ټکر کې راځي، چې د «دا وکړه او هغه مه کړه» غوښتنه ورنه کوي، له هغه سره د ده هېڅ دلچسپي نه وي.

 

سلطان محمود خلجي زړور جنګیالی و او په شخصي ژوند کې ډېر نېک او عادل سړی و. ده ټول ژوند په کېمپ کې تېر کړ او په ۱۴۶۹ز کې وفات شو.

د سلطان محمد تغلق په زمانه کې په ۱۳۴۷ز کې په دکن کې بغاوت وشو او حسن ګنګو د خپلواک حکومت بنسټ کېښوده او دعوا يې دا وه، چې د ایران د لرغوني پاچا بهمن له اولادې نه دی. ده ګلبرګه خپل پایتخت ونوماوه. د دې کورنۍ احمد شاه بهمني بیدر ښار اباد کړ، چې د ګلبرګه په ځای د بهمني امپراتورۍ پایتخت شو. د همدې کورنۍ یو واکمن نظام شاه بهمني و. نوموړی په ۱۴۶۲ز کې واک ته ورسېده، خو واک ته له رسېدو دوه میاشتې وروسته ناڅاپي مړ شو.

د مالوه واکمن محمود غلجي به له حلالو خوړو سره ډېر احتیاط کاوه. په ۱۴۶۱ کې ده په بیدر برید وکړ، چې د نظام شاه بهمني پایتخت و. د محاصرې په اوږدو کې دا مسئله راغله، چې د ځان لپاره حلال خواړه له کومه کړي. د حلالو سبزیو کومه ذخیره چې دوی سره وه، هغه د محاصرې د اوږدېدو له امله ختمه شوې وه.

ده له مخکې نه د دې ستونزې اټکل کړی و، نو د خپل عادت له مخې يې ځان سره خاوره او لرګي وړي وو. ده د لرګي په تختو خاوره هواره کړه او سبزي يې پرې وکرله. خو دې سبزي د ده اړتیا نه پوره کوله. بلاخره يې په دې سیمه کې یو بزرګ مولانا شمس الدین کرماني راوغوښته او هغه ته یې وویل، چې ماته یو داسې کس راوښيئ، چې د حلالو پیسو ځمکه ورسره وي او په ما يې خرڅه کړي. زه هغه ځمکه اخلم او د ځان لپاره سبزي پرې کرم. مولانا شمس الدین کرماني ځواب ورکړ «تا پر یوه مسلمان هېواد برید کړی دی. دلته راغلی يې د خلکو وینې تویوې او اباد کورونه ورانوې. له حرامو خوړو نه د ځان ساتنې دومره فکر درسره دی، خو د مسلمانانو د خونریزي هېڅ فکر درسره نشته.» په دې خبره پاچا په ژړا شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...