پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

د کرکې او کینې دیانت |ژباړن: محب زغم 

لیکوال: محمد محق

د بل نه منلو ادبیات او ویجاړوونکي عواقب یې

هغه تحولات چې د عربو پسرلی ونومول شول، ځکه راپېښ شول چې ټولو په دې هېوادونو کې تغییراتو ته اړتیا درلوده. ښايي د ځینو ځواکمنو واکمنانو لکه بن علي، مبارک، قذافي او عبدالله صالح په لرې کولو کې د دې بهیر د بریا وجه همدا وه چې د ټولو سیاسي – ټولنیزو ډلو ترمنځ یو ډول بې سابقه ملګرتیا پیدا شوې ده.

که دا بهیر همداسې پاتې وای نه یوازې په دې سیمه کې، بلکې په ټول منځني ختیځ او ان تر هغه وړاندې ځایونو کې به داسې لوی بدلونونه راتلل چې د یوویشتمۍ پېړۍ تر ګردو لوی تحول به یې رامنځته کولای شو.

خو څه چې پېښ شول، داسې نه وو. په مصر کې ګډوډۍ، په لیبیا کې درزونو، په یمن کې کمرنګو بدلونونو دا بهیر ټکنی کړ او د هیلو د پسرلي پرځای یې د ژر رارسېدونکي مني وېره پیدا کړه.

ولې داسې وشول؟ ښايي تر ټولو ساده ځواب یې دا وي چې بهرنیو دښمنانو او کورنیو ګوډاګیانو اجازه ورنه کړه چې د عربو پسرلی وغوړېږي.

دغه تحلیل چې د توطیې له تیورۍ سره اړخ لګوي، ان که سم هم وي، د قضیې ټوله پېچلتیا نه شي توضیح کولای.

د عربو په پسرلي کې د بریا په هماغه لومړیو ورځو کې داخلي درز پیدا شو چې د اعتقاد او ایډیالوژۍ پر محور راڅرخېده. دا ځل د اسلامپالو او لیبرالو تر منځ تقابل پیدا شو.

هغه کسان چې دې ماجرا ته له لرې ګوري، داسې ګومان کوي چې اسلامپالي هغه دیندار ځواکونه دي چې پر مذهبي ارزښتونو ولاړه ټولنه غواړي او لیبرال ځواکونه د دین دښمنان دي چې غواړي په عربي – اسلامي ټولنو کې دین ختم کړي.

دا انګېرنه تر ډېره بریده ناسمه ده ځکه چې د اسلامپالو پر وړاندې داسې ډلې هم ولاړې دي چې پخپله هم مذهبي دي خو له اسلامپالو سره یې مخالفت د دین په خاطر نه، بلکې یوازې د سیاسي پروژو او په خارجي سیاست یا ځینو قانوني اړخونو کې د لومړیتوبونو په سر دی.

په عربي هېوادونو کې اسلامپالې او غیراسلامپالې ډلې له پخوا وې خو هېڅ یوه یې نه شول کولای چې په یوازې سر واکمن نظام راوپرځوي او تغییرات راولي. د عربو د پسرلي په پیل کې په لومړي ځل د ټولو ډلو ترمنځ ملګرتیا پیدا شوه او تمه پیدا شوه چې دوی به سیاسي بلوغ ته رسېدلي وي او یو د بل منلو ته یې غاړه ایښې وي.

خلکو لیدل چې اسلامپالې ډلې د ایډیالوژیک حکومت د رامنځته کولو خبره نه کوي او لیبرال ګوندونه مذهبي ډلې په خپله خوا کې نیسي. ان د مختلفو ادیانو د پیراونو ترمنځ بې سارې ملګرتیا رامنځته شوې وه. د قاهرې په تحریر میدان کې به مسیحیانو د مسلمانانو لپاره د اوداسه اوبه برابرولې او مسلمانانو به د مسیحیانو د دعا په مراسمو کې ورته حفاظتي دېوال جوړاوه. د همدې یووالي زور و چې زورور یې مات کړل.

خو د بریا په هماغه سبا ښکاره شول چې دا یووالی او پیوستون د اجتماعي بلوغ په وجه نه و، بلکې د ځواکمن دښمن پر وړاندې د درېدو په خاطر د مجبورې ورځې پیوستون و. لا څو ورځې نه وې تېرې چې بېرته د مسلمان او نامسلمان، مذهبي او غیر مذهبي، لیبرال او غیرلیبرال خبرې راپورته شوې.

د دې ستونزې ريښه چېرته ده؟ ولې دا پخواني درزونه د ډکېدو نه دي؟ ولې دغه ټولنې د تفاهم پل نه شي تړلی او د رابطې د څراغ په بلولو کې ناتوانه دي؟ ولې هغه کسان چې د یوې خاروې بچیان دي، نه شي کولای پر خپلو ګډو ګټو موافقې ته سره ورسېږي؟

که هغو ادبیاتو ته مراجعه وکړو چې دغو سیاسي ډلو په څو لسیزو کې تولید او تبلیغ کړي دي، د دې پوښتنو ځواب په اسانۍ سره موندلای شو.

د دغو ډلو په فکري تولیداتو کې له بل سره د دښمنۍ، بدګومانۍ، توطیې، کرکې، کینې او غوسې خبرې ډېرې دي خو د بل د منلو، تسامح، مدارا، خبرو اترو، وحدت، پیوستون او پر مشترکاتو د تمرکز خبرې کمې.

د سیاسي اسلام د پیدایښت له پیله، د خپل او پردي تر منځ پوله د اعتقاداتو او ایډیالوژیکو تمایلونو پر اساس بنا شوې ده. په دې ډلو کې د باورونو تکثر ته هېڅ ځای نشته.

د دوی په مقابل کې چپ او ښي لیبرال ګوندونه هم همداسې دي او د دې پر ځای چې د ملي یوالي لپاره لاره هواره کړي، په خپلو تبلیغاتو کې یې د خپلو رقیبانو وېروونکی تصویر وړاندې کړی دی.

دغه کار که د انتخاباتو په ورځو شپو یا په محدودو سیاسي فعالیتونو کې وشي، طبیعي ښکاري خو که دوامداره پاتې شي او ګڼو نسلونو ته همدا فکر ورکړي نو سربېره پر دې چې انصاف او اعتدال له منځه وړي، د تفاهم لاره هم بندوي او د خبرو اترو ور د تل لپاره تړي.

د اخواني، سلفي، جهادي، حزب تحریر او دوی ته ورته نورو ډلو په ادبیاتو کې ټول کورني مخالفان هغه که لیبرال وي، که سنتي، که چپي وي که ښي لاسي، او ان نورې مذهبې ډلې د دښمن د پنځمې ستنې په توګه معرفي کېږي او ویل کېږي چې دوی ټول د دین دښمنان او د بهرنیانو مزدوران دي. مثلاً په مصر کې اخوانیانو ته نه له اسراییلو څخه د سینا د بېرته نیولو لپاره د انور سادات هڅې مهمې دي، نه د جمال عبدالناصر هغه خطرناکه هڅه چې د سویز کانال یې ملي کړ او د بریتانیا ځواکونه یې له هېواده وشړل.

د مقابل لوري په سیاسي ادبیاتو کې هم د یوې افراطي مذهبي ډلې تاوتریخجن عمل ټولو مذهبي ډلو ته تعمیمېږي او دا نامتعادل قضاوت تر دې بریده مخته ځي چې د طیب اردوغان حکومت، د طالبانو له حکومت سره یو شان ګڼل کېږي.

د داسې تبلیغاتو خپرول د تفاهم پر مخ لاره بندوي، بدګوماني زېږوي او پر بل باور له منځه وړي. همدا چې فرضاً په مصر کې مذهبي ډله واک ته رسېږي، لا یې چا کار نه وي لیدلی چې ورپسې ویل کېږي چې د طالبانو یا د ایران د اخوندانو نظام راغی. او له دې خوا همدا چې پر حکومت نیوکه کېږي، واکمن یې له دین سره په دښمنۍ تعبیروي او بیا نو د خبرو اترو لپاره هېڅ لاره نه پاتې کېږي.

د عربو د پسرلي پیلوونکي هغه کسان وو چې په هېڅ ایډیالوژۍ پورې نه وو تړلي او یوازې د ازادۍ او هوساینې غوښتونکي وو خو دا بهیر د هغو ایډیالوژیو او د بل دښمن ګڼلو فکري ادبیاتو قرباني شو چې په څه باندې نیمه پېړۍ کې تبلیغ شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...