شنبه, جون 29, 2024
Home+په دې ورځ د م.م. منشور لاسلیک شو

په دې ورځ د م.م. منشور لاسلیک شو

تاند- له نن څخه ۷۹ کاله پخوا د ۱۹۴۵ د جون په ۲۶ مه د ملګروملتو منشور د امریکا د متحدو ایالتونو په سانفرانسیسکو کې د چین، فرانسې، شوروي اتحاد، بریتانیا او متحدو ایالتونو له لوري تصویب شو او ګڼو نورو هیوادونو تایید کړ.

په حقیقت کې د ملګروملتو موسسه د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته سوبمنو هیوادونو د پخوانۍ (د ملتونو ټولنې) په ځای جوړه کړه.

د ملګروملتو موسسې د ۵۱ غړیو په لرلو کار پیل کړ.

افغانستان د دې موسسې له تشکیله یوه کال وروسته یعني  ۱۹۴۶ م کال کې د ملګرو ملتونو سازمان غړی شو. 

د ملګروملتو یا (United Nation) اصطلاح لومړی پلا د امریکا د هماغه وخت ولسمشر فرانکلین روزولټ د نړیوالې جګړې په مهال متفقینو ته په اشارې وکاروله.

دا موسسه شپږ اصلي اورګانونه لري: عمومي اسمبلۍ، امنیت شورا، اقتصادي او اجتماعي شورا، د قیمومیت شورا، د عدالت نړیواله محکمه، او د ملګروملتو سکرتریت یا دارالانشا.

دا سازمان ځینې نورې مهمې ادارې لري لکه: د نړیوال روغتیا سازمان، د نړیوال بانک ډله، د خوړو نړیوال پروګرام FAO، یونسکو، او یونسیف.

امنیت شورا د ملګروملتو تر ټولو پیاوړی اورګان دی چې امریکا، روسیه، بریتانیا، چین او فرانسه یې دایمي غړي دي او د ویټو حق لري.

د ملګروملتو هدف په نړۍ کې د سولې او امنیت ساتنه، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول، د ملتونو (هیوادونو) د اقداماتو د همږغۍ لپاره د مرکز رول لوبول دي.

د ملګروملتو اصلي مقر په نیویارک ښار کې دی او نور لوی دفترونه یې د سویس په جینیوا، د اتریش په وینا او د هالنډ په هاګ (هېګ) کې دي.

د م.م. د سازمان غړي هېوادونه او په هغه پورې تړلي سازمانونه هر کال منظمې غونډې لري، نړیوال مسایل څېړي او په دې هکله پرېکړې کوي. د م.م. د سازمان اهداف چې د هغه د منشور په لومړۍ ماده کې راغلي دي داسې دي؛

۱.د نړیوالې سولې او امنیت ساتنه؛ په سوله‌یزه توګه او د نړیوالوحقونو او اصولو له مخې د نړیوال امنیت پر وړاندې د ګواښونو له منځه وړل او د شخړو د هواري لپاره ډله‌یزې هڅې، د هر ډول تېری کوونکيو اعمالو ټکول او د سولې پر وړاندې د خنډ لرې کول، د نړیوالو شخړو د حل‌لارو هوارول او د هغه وضعیت سمون چې نړیواله سوله له منځه وړي.

۲.د خپل برخلیک په ټاکلو کې د خلکو مساویانه حق ته د درناوي له مخې د نړۍ د هېوادونو تر منځ دوستانه اړیکو ته پراختیا ورکول او د نړیوالې سولې د ساتنې په خاطر د نورو لازمو اقداماتو کول.

۳.د نړیوالو هغو مسایلو په حل کې د نړیوالې مرستې تر لاسه کول چې اقتصادي، ټولنیز، بشردوستانه او کلتوري اړخونه لري او له نژادي، قومي، مذهبي او ژبني توپیر پرته د ټولو لپاره د اساسي ازاديو او د بشر حقونو ته درناوی هڅوي او هغه پر ځای کوي.

۴.د هغو ګډو فعالیتونو د همغږي د را منځ ته کولو په خاطر د مرکزي دفتر لرل چې د نړۍ هېوادونه یې پر مخ بیایي.

 د دغه سازمان د منشور په دويمه ماده کې راغلي دي؛

۱ .«سازمان د غړيو هېوادونو د کلیه حاکمیت د مساواتو پر اصولو ولاړ دی.

۲.«ټول غړي په سازمان کې د خپل غړیتوب د حقوقو او ښېګڼو د تضمین په موخه، هغه ژمنې چې د دغه منشور له مخې یې په غاړه اخیستې دي، باید په ښه نیت وکړي.

۳.ټول غړي به نړیوالې شخړې له سوله‌یزو لارو چې نړیوال امنیت او سوله له ګواښ سره مخامخ نه کړي، هواروي.

۴.«ټول غړي په خپلو نړیوالو اړیکو کې د یو بل هېواد د سیاسي خپلواکي او ځمکني بشپړتیا پر ضد له زور او ګواښه کار نه اخلي او له هر هغه اقدامه به ځان ساتي چې د م.م. له موخو سره په تضاد کې وي.

۵. «ټول غړي هېوادونه د دغه منشور سره سم د م.م. د هر اقدام ملاتړ کوي او له هر هغه هېواد سره به مرسته نه کوي چې م.م. دهغه پر وړاندې احتیاطي یا قهري اقدام کړی وي.

۶.«د م.م. سازمان به د هغو هېوادنو څارنه کوي چې د م.م. غړي نه وي او تر هغو چې نړیوالې سولې او امنیت ته اړتیا لري له دغو اصولو سره سم به عمل ورسره کوي.

۷.«په دغه منشور کې هیڅ یو درج شوی مقررات م.م. ته د دې اجازه نه ورکوي چې په هغو چارو کې لاسوهنه وکړي چې د هېوادونو کورني واک پورې اړه لري او غړي هېوادونه هم دې ته نه اړ کوي چې د دې ډول مسایلو د حل او فصل کولو په خاطر د دغه منشور تر مقرراتو لاندې يې راولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب