Homeخبرونهد هند پولیسو د یوه افغان په ګډون اووه کسان نیولي

د هند پولیسو د یوه افغان په ګډون اووه کسان نیولي

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۵ مه) د هند د پنجاب ایالت د امرتسر پولیسو ویلي چې له یوې مرکزي امنیتي ادارې سره په ګډو عملیاتو کې یې د یوه افغان وګړي په ګډون اووه کسان نیولي، یو کم‌عمره کس یې هم نیولی او وسلې، نشه‌یي توکي او د حوالې نغدې پیسې یې ترې ضبط کړې دي.

د پنجاب د پولیسو مشر، ګوراو یاداو، ویلي چې په عملیاتو کې ۱۰ تومانچې او نورې وسلې، ۵.۰۴۸ کیلوګرامه هیروئین، ۳۰.۳۸ لکه هندي روپۍ او یو موټرسایکل هم نیول شوي دي.

د هغه په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې نیول شوي کسان له هغو بهرنیو شبکو سره تړاو لري چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې فعالیت کاوه.

پولیسو ویلي، نیول شوی افغان جګجیت سنګ مشهور په جګي (۴۰ کلن) نومېږي، اصلاً د افغانستان د جلال‌اباد اوسېدونکی دی او دا مهال د هند د نوي ډیلي په تیلاک نګر سیمه کې اوسېږي.

پولیسو د نورو نیول شویو کسانو نومونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې پلټنې لا هم روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...