یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني چارواکو شکمن سفر او په اردو ژبه د ط مشر...

د پاکستاني چارواکو شکمن سفر او په اردو ژبه د ط مشر پيغام افغانان غوسه کړي

تاند:( جمعه، د ثور نهمه) ‏‏‏خبري سرچينو افشا کړې، چې د پاکستان یو شمېر پوځي چارواکي پرون کندهار ولايت ته راغلي او د بندو دروازو شاته یې ځايي طالب مسوولانو سره لیدلي.

 د دغو لیدنو موخه روښانه نه ده او طالب چارواکو يې جزییات نه دي رسنيز کړي.

تر دې مخکې ویل شوي و، چې په کندهار کې د طالبانو والي محمدیوسف وفا د پاکستان د آی‌اېس‌آی ځينو مسوولانو سره لیدلي؛ خو وروسته ځايي طالب چارواکو دا خبرې رد کړې.

له دې سره هم مهاله، د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد نن د دوی د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په نوم د اختر مبارکۍ پيغام خپور کړی، چې د اردو ژبې متن يې هم درلود.

د کابل پوهنتون پخواني استاد محبوب شاه محبوب په خپله ټويټر پاڼه کې د ذبيح الله مجاهد له مخاطب کولو سره ليکلي:« ‏اردو د کومې اړتیا له مخې ستاسو د بیانیې ژبه ده؟

نه د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده،نه کوم نړۍوال حیثیت لري او نه هم اردو ژبي افغانان شته، کومه اړتیا او کوم مجبوریت؟

که افغانان پوهول غواړئ.اردو یوازې د پنجابي بادار ژبه ده.»

د طالبانو وياندويانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې یې د پاکستان د لاسپوڅي توب په اړه تورونه په کلکه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب