Homeخبرونهجنرال سادات: د جمهوري نظام ځواکونه او سياستوال له اختره وروسته عمليات...

جنرال سادات: د جمهوري نظام ځواکونه او سياستوال له اختره وروسته عمليات پيلوي

تاند:(جمعه، د ثور نهمه) ‏‏‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د ملي اردو يو مشهور جنرال سمیع سادات، چې د طالبانو خلاف یې څو خونړۍ جګړې رهبري کړې، د اختر له پای ته رسیدو وروسته د طالبانو خلاف د عملياتو د پيل خبر ورکړی.

نوموړي بي بي سي ته ویلي، چې دا عمليات د ده، ډېرو نورو جمهوري ځواکونو او پخوانيو سياستوالو له خوا پیلیږي.

جنرال سادات د دغو عملياتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د دغو ادعا شويو عملياتو په اړه بي بي سي په خپله شنه کې ویلي، چې ډېری افغانان له جګړې ستړي دي.

له دې سره يو باور دا دی، چې طالبانو د جګړې انتخاب پر ځینو جنګیدونکو ډلو تپلی، ځکه د ژوند حلقه یې په خلکو تنګه کړې او په مختلفو بڼو پخواني امنیتي ځواکونه او ډېری هغه خلک، چې طالباني سلیقه او سابقه نه لري، د طالبانو لخوا ګواښل کیږي او ان د بې پوښتنې مرګونو پېښې یې زياتې شوي دي.

له دې سره هم مهاله، طالبانو د خپل لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په حواله په يوه ليکلي پيغام کې چې د اختر په مناسبت دی، د طالبانو خلاف جنګیدونکو ډلو ته د ځپلو خبرداری ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...