سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeمقالېط - الیب سره ژوند که جګړه، پښتانه څه وکړي؟

ط – الیب سره ژوند که جګړه، پښتانه څه وکړي؟

 

ګلاب الدين پټان

 

د طالبانو په اړه تر نورو پښتنو ته قضاوت او فیصله ډېره مشکله شوې، ځکه طالب په قومي لحاظ تر ډېره حده پښتون دی، د پښتونولۍ په اساس هم د واک دعوه لري او حاميان يې لابي ورته کوي او په عين حال کې هر چا نه ډېر مرګ او درد يې هم پښتنو ته پېښ کړی.

 

اوس چې طالب هم پښتون دی او هم د پښتون ضد کارونه يې پریمانه دي، پښتانه څه وکړي؟

 

په دې اړه نظرونه سره وېشلي دي، چې دلته به لږ بحث ورباندې ولرو:

 

۱- يوه برخه خلک او خاصتا د سمتي او قبيلوي قضاوتونو خاوندان خو طالب د پښتنو لپاره يو تاريخي فرصت مني.

 

د دوی په باور طالب د شمال ټلوالې د لنډه غرو، جنګسالارانو او د افغانستان د وحدت د مخالفانو ټغر ټول کړی او يو قوي مرکزي نظام يې حاکم کړی.

 

تبصره: طالب که په طبيعي ډول په دې موقف کې وي، یا همداسې ادرس جوړول ترې کومه لويه ډرامه وي، خو واقعيت همدا دی. طالب سمدستي د افغانستان زبر ځواک دی، خو دا چې پښتنو ته فرصت او که لوی ګواښ ګرځي، په دې اړه غور ضرور دی.

 

 

۲- بل نظر دا دی، چې طالب د پښتنو په جامه کې د دوی د ذلیله کولو، غلامولو او تل لپاره په خپلو منګولو کې د ساتلو لپاره د پاکستان په وسيله د نړيوالو استعماري قوتونو پروژه ده، چې ‌د پخوا په شان بدنامي او تاوان پښتنو او ګټې نورو ته رسوي.

 

تبصره: دا خو واضح ده، چې طالب همدغو بهرنيو بدخواهانو رامنځته کړی، پاللی او حاکم کړی، خو دا هم واضح ده، چې طالب فی الحال ميدان ګټلی، قدرت ورسره دی، دنيا ورسره ولاړه ده، که د نا مشروع هدفونو لپاره هم وي، په حاکمولو کې يې لاس ورکړی او ډغره ورسره ژر اسانه نه ده.

 

۳- يو نظر دا دی، چې طالب د اور پرتوګ دی، نه يې غورځوی او نه اغوستی شوو. طالب سره يوه ګوزاره بايد وشي، چې معلومه شي، سميږي، که نور هم ورانيږي؟ يا لاس ورکړل شي چې اصلاح شي او موجوديت نه يې د يوه فرصت لپاره استفاده وشي. جنګ د حل لاره نه ده، په هيڅ صورت به يې حمايت نه کوو، مخالفت به هم ورسره کوو او چې مجبور شوو ټلوالې او نورو نه خو طالب را ته ښه دی.

 

تبصره: طالب ثابته کړه، چې هغه نه اصلاح کيږي، نه نور څوک ورسره په مشوره او حکومت کولو کې مني، د همداسې خوشبينانو په شمول. ټلواله او نور ريښتيا هم طالب سره زيات توپيرونه نه لري، خو ولې په هر بحث کې مقايسه؟ دا ټلواله او طالب چې څو لسیزې زموږ په برخلیک لوبې کوي له کوم اسمان نه را باندې نازل شوي، ولې خپله د کوم عمل د ابتکار ظرفيت نه پیدا کوو؟

 

زما نظر او څو وړاندیزونه:

 

نه دا نننۍ لوبه نن پیل شوې او نه د نن لپاره ده او سبا و بل سبا نه لري.

 

پښتانه، دلته مې مخاطب هغه ژور لید لرونکي ظرفیتونه دي، نور باید په مسووليت سره له پېښو رامنځته کیدو څخه مخکې د بدلونونو د تحليل او ورسره په حېث د ملت د تعامل کولو پروګرام او چمتووالی ولري.

 

په دې خاطر ځينې مشخصې خبرې او وړاندیزونه دا دي:

 

۱- د پښتنو یوه لویه نقيصه د فکر او عمل د خلکو په منځ کې واټنونه او په ځینو مشترکو ټکو نه را غونډیدل دي. پرون ‌بهاوالدین مجروح د ‌حکمتیار ځانځاني ښامار مهار نه کړلای شو او حکمتيار د مجروح پرهر معالجه، بلکې پسې شهيد يې کړ. نن طالب او حکمتيار چې له اغازه تر انجامه د وطن د اوبو په ځای پنجاب ته د روانو اوبو محلولات يې څښلي او څښي به، په خپلو کې نه سره جوړېږي. پښتون که د عقل او منطق دعوه لري د اشرف غني او ملا عبدالغني برادر تر حده هم بايد ځينې مشترک ټکي معلوم او د ضرورت په وخت کې ورته ګډ کار وکړي.

 

۲- هغه پښتانه چې مات يا خرڅ، بې واکه، مهاجر او در په در شول او ماغزه يې لږ هم کار کوي، تر مرګه بايد د وزارت، ولايت او په نورو سطحو کې د هماغسې مرفه ژوند خوبونه ونه ویني، عقده من نه شي، مقاطعه هم ونه کړي، که يې طالب سره نه کيږي، همدا فيصله هم فردي او احساساتي ونه کړي، هوا په سوکانو ونه وهي، د ټيکنالوژۍ زمانه ده، فی الحال دې عاجل او د ورځې په کراتو مشورتي او تحليلي مجلسونه وکړي، وضعيت وارزوي، سولې او جنګ دواړو ته تياری ونيسي، په هره خوا کې فرصتونه، منابع او انسجام همغږی کړي. په دې کې ځانځاني، د تکراري او شرايطو سره د نا برابرو څېرو تحمیلول نه، علمي او منطقي چلند په کار دی. په وطن کې د سولې او جنګ ظرفيتونو سره مشوره، د دوی بارز رول او ورڅخه سياسي، مالي او نور هر ډول حمايت او لابي لازم دي. کيدای شي ټول په يوه او يا لسو مثبت او منفي لوريو کې هم ځای نه شي، خو پراګنده ګۍ نه د سوله غوښتونکو، جنګ غوښتونکو او بې طرفو ټولو په منځ کې ممکن انسجام، باور او برنامه جوړول لازمي دي.

 

۳- پښتانه په دې زمانه کې که د دې زمانې په سطحه ژوند او خوند غواړي، د همدې زمانې په ټولو اصولو به ځان برابروي. طالب پښتون دی او نه دی، ازاد دی که غلام، خدای که پنجاب را لیږلی، دوزخ که جنت ته مو بیايي، دنيا او منطقه ښه که بد پلانونه لري، نور دا چندان عقلاني بحثونه نه دي.

 

موږ په حيث د يوې ډلې، مفکورې او ملت باید وضعیت په عقل او منطق درک او تحليل کړو هر انتخاب ته هماغسې ظرفيتونه يا رامنځته کړو، يا رامنځته شوو باندې غور وکړو، ویې څېړو، چې چا سره څنګه شي او څنګه نه شي،، په ټولو مسایلو سم او ژر سر خلاص کړو او لاس په کار شوو. په قومي او احساساتي يا اخلاقي بحثونو چې جنګ که سوله ښه ده، څه نه کیږي. همدا طالب او ټلواله په جنګ جوړ شوي او بيا قدرت ته رسیدلي ادرسونه وو او دي، نور د سولې او جنګ ادرسونه هم يو مخ نورخلک جوړوي، يا يې جوړ کړي. هر څوک هر چا ته د هغه د قد و قامت یا موثریت په اندازه قايلیږي او تعامل ورسره کوي، که هغه نړیوال دي، سيمه، طالب يا غیر طالب ادرسونه.

 

 

 

د ادارې يادونه: تاند د بيان د ازادۍ په درناوي د ليکوالو ليکنې خپروي، خپرېدونکي مطالب د ادارې استازیتوب نه کوي.

 

 

 

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور پټان صاحب ګلاب الدین خان، ډیرو ښو ټکو ته مو اشاره کړیده.
    زما په فکر ط.ان هم لکه نورو ډلو ښه ؛بد او بدترین لري. سیاسي مشرتابه ېې ډیري له جبهاتو او وطن دباندې ژوند کړی خو منځنۍ قشر او صفوف ېې زیاتره په هیواد کې او د تپل سوې کرښې دواړو خواوو کې پاخه سوي او ډیري ېې شهیدان سوي هم دي.نو د هر یوه کړه وړه د عام ولس او پخوانیو سربازانو،مامورینو او چارواکو سره فرق کوي ؛ستا خبره پښتنو ته ېې تر نورو ډیر زیان رسیدلی او رسیږي. پاس ستا شمیرلې ۳ واړه نظرونه د خپلو خاوندانو له نظره + او – پایڼټونه لري ؛که د ولس د وګړو نظرونو ارزوءنو لپاره یوه رښتیانۍ موسسه وای بیا به پته لږېدلې وه چې څوک سلامت دی او څوک ملامت؟؟؟.
    لڼډه دا چې آدمیت او اسلامیت او افغانیت یو دی! د قرآن کریم حلال او هرام؛ معروف او منکر ؛خیر اوشر؛ ښه او بد معلوم دي ؛ط.جان دې دا فکر نه کوي چې له ۵۷ اسلامي ملکونو چې د اسلامي انتظامیی غړي دي او تر اوسه یوه هم په رسمیت نه دي پیزندلي، ډیر فوق العاده نمونه وړاندې کولای سي حالدا چې ټول ولس او د نړۍ انسانان د دوی کړو وړو ته هره لحظه متوجه دي ؛او قدیمي کفنکشان هم ترې سوء استفادې کول غواړي ؛
    د ښاغلي ډ. فاروق اعظم او امثالهم پوهانو،عالمانو، قومي مشرانو او متجربو وطندوستانو له خبرو دې پند واخلي ،
    له مچ دې فیل نه جوړوي
    ؛که رښتیانی عمري، احمد خاني ، میرویس نیکه اییز ، امان الله خاني او باچا خاني هیواد دې جوړ کړ. بیا به ګورئ چې له اکراین …او کشمیر… او اصفهان… ،یوګاندا او مکسیکو…. نه تښتول سوي افغانان پخپلو پښو خپلو د خاپوړو کورونو ته ستانه شي!.

    الله دې د دې رمضان او اختر په برکت پر ټولو افغانانو او مسلمانانو رحم وکړي او په زړونو کې دې رحم واچوي او دا ۴۰ کلن جنګونه په صلحه او سلامت تبدیل کړي. آمین یا رب العالمین.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب