سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد ملا هیبت الله د اختریز پیغام مهم ټکي، د دوحې تړون...

د ملا هیبت الله د اختریز پیغام مهم ټکي، د دوحې تړون د عملي کیدو غوښتنه یې وکړه

تاند:( جمعه، د ثور نهمه) ‏‏‏د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي او د ژوند او مرګ په اړه یې لا ادعاوې دوام لري) په خپل اختریز پیغام کې د ډېرو نورو موضوعاتو د بيانولو تر څنګ له امریکا متحده ایالاتو سره د طالبانو د دوحې د سولې تړون د عملي کیدو ډاډ ورکړی او له امریکا څخه يې هم په دې اړه د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

هیبت الله ته په منسوب شوي دغه پیغام کې، د چاودنو او بریدونو له دوام سره- سره د افغانستان امنیت ډاډمن ګڼل شوی او له ټولو بهر ته تللیو افغانانو او بهرنيو پانګوالو څخه په افغانستان کې د ژوند او پانګونې غوښتنه شوې.

دغه پیغام ټینګار کوي، چې د طالبانو له لوري د « بښنې عمومي فرمان» ريښتينی او عملي دی او ټول افغانان ورڅخه په ډاډه زړه ګټه اخيستلی شي.

په دغه پیغام کې د طالبانو له لوري د یاد شوي فرمان د نقض پر هغو مواردو څه نه دي ويل شوي، چې له مخې یې طالب جنګيالي د سلګونو کسانو په غچ اخيستونکو وژنو، بندیانولو او نورو جرمونو تورن شوي.

په پیغام کې د طالبانو مخالفینو ته د خبرداري ټکي هم شته.

په یوه برخه کې یې راغلي دي:« که خدای مه کړه، څوک د عفوې له حکم څخه تمرد او سرغړونه وکړي او بیا په هېواد کې د جګړې پیلولو هڅه وکړي، نو د دې ملت له خورا قاطع او سخت غبرګون سره به مخ شي او نور به دا ولس هیچاته اجازه ورنه کړي چې د پردیو په لمسون د هيواد سوله او امنیت خراب کړي.»

 د طالبانو لوی مشر ته په منسوب شوي دغه پیغام کې له سیمه ییزو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو اراده بیان شوې او له نورو هم غوښتل شوي چې په دې اړه طالبانو سره متقابله رویه وکړي.

له امریکا متحده ایالاتو څخه بیا په مشخص ډول غوښتنه شوې، چې له طالبانو سره د دوحې د سولې ترسره کړی تړون عملي کړي.

په دې اړه ويل شوي:« د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون شتون لري، د هغه تړون په اساس به امریکا د افغانستان په کورنیو مسائلو کې مداخله نه کوي، اوس هم ټینګار کوو چي د دوحې تړون دي بشپر عملي شي او د فشار پر ځای دي د همکاریو په روحیه پرمختګ وشي، اسلامي امارت له خپله لوري کړې ژمنې عملي کړی او عملي کوي يې.»

د ملا هیبت الله اخوند زاده په نوم دغه پیغام کې له ګاونډيو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه افغان کډوالو سره د ښه چلند، مرستو او هېواد ته ستنولو کې د همکارۍ غوښتنه شوې او طالبانو ته خلکو سره په ښه چلند ټینګار شوی دی.

د‌ طالبانو امر بالمعروف وزارت ته په دغه پیغام کې له خلکو سره د نرم چلند سپارښتنه شوې او له خلکو غوښتل شوي چې « نېکې چارې» ترسره او نيشه يي توکيو له کر څخه ډډه وکړي.

طالب مشر له مشخصو جزيياتو پرته د بيان ازادۍ، د خلکو د اساسي حقوقو د تامين او د نارينه او ښځينه وو ټولو د زده کړو لپاره د هڅو خبر هم ورکړی.

له دې سره د طالبانو منتقدین لا هم د ملا هیبت الله د ژوند په اړه شکمن دي او وخت په وخت طالب چارواکي د نوموړي رسنيز کیدو او په عامه غونډو کې ګډون ته ور بولي.

طالب سرچینو بيا ويلي، چې په کوچني اختر کې ممکن په دې اړه ځينې ګامونه واخيستل شي.

په دې اړه د تاند وېبپاڼې دا راپور لوستلای شئ:

سرچينې: ط په کندهار کې د اختر لمانځه پر وخت د ملا هیبت الله په نوم کس خلکو ته ښیي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب