شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسرچينې: ط په کندهار کې د اختر لمانځه پر وخت د ملا...

سرچينې: ط په کندهار کې د اختر لمانځه پر وخت د ملا هیبت الله په نوم کس خلکو ته ښیي

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) ‏له طالبانو څخه باخبره سرچينې وايي، چې د افغانستان دغه حاکمه ډله به د کوچني اختر د لمانځه پر مهال په کندهار کې د خپل لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په نوم ( چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) یو بل کس خلکو ته وښيي.

تمه کيږي، چې دغه کس به د کندهار په نوې جوړيدنکې پراخه عیدګاه کې وینا هم وکړي.

يوې باخبره سرچينې تاند ته وويل، چې د اختر لمانځه لپاره په دې مناسبت طالبانو پراخ ترتيبات نیولي دي.

ویل شوي، چې د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ګډون به د دوی ګڼ مشران په دې مراسمو کې برخه واخلي.

سرچینې وايي، چې طالبان به ملا هیبت الله اخوند زاده ته د منسوبو عکسونو یو برعکس کس د هغه په نوم رسنيو ته وښيي.

په دې اړه به د طالبانو استدلال دا وي، چې د هيبت الله اخوند زاده اصلي څېره يې د امنیتي ګواښونو له امله پټه ساتلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هیبت الله د مرګ او ژوند په اړه له پخوا راهیسې مختلفې څرګندونې کیږي.

د طالبانو یو شمېر منتقدان او استخباراتي سرچینې ادعا کوي، چې نوموړی څو کاله مخکې مړ شوی يا وژل شوی، خو د طالبانو سرچینې دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي.

د طالبانو څو سرچينو تاند ته تاييد کړه، چې په کوچني اختر کې به د دوی لوی مشر په عام محضر کې څرګند او مهم پيغامونه وړاندې کړي، خو د نورو جزییاتو په اړه یې څه ونه ويل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب