شنبه, مې 4, 2024
HomeخبرونهPTM د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د غازي امان الله...

PTM د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د غازي امان الله خان تلین ونمانځه

تاند:( چارشنبه، د ثور اوومه) ‏د پاکستان تر واک لاندې مختلفو سيمو کې د افغانستان د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان‌ د ۶۲م تلین په مناسبت د پشتون ژغورنې غورځنګ له لوري بېلابېلې غونډې وشوې.

په دې لړ کې، د غورځنګ مشر منظور پښتين په خپل کور( جنوبی وزیرستان کې) د غازي امان الله خان د تلین په مناسبت غونډه وکړه.

د‌ دې ترڅنګ د یاد شوي غورځنګ ملګرو په بنو کې د غورځنګ د مرکزي کومېټې د غړي حاجي صمد په مشرۍ کې ورته غونډه وکړه.

 د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو دغه راز، په جنوبي پښتونخوا کوټه کې هم د غورځنګ د ولايتي مشر نور باچا په مشرۍ د غازي امان الله خان تلین نمانځلی .

د یادو غونډو لنډ راپور او عکسونه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي او ډېر جزییات یې نه دي تر لاسه شوي.

د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه رسنیز کیدو ته نه پریږدي او د دغه هېواد ولکه کړي مطبوعات یې د غورځنګ له خبري پوښښ څخه منع کړي دي.

ګڼو افغانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د غازي امان الله خان د تلین غونډو جوړول ستایلي او ویلي، په داسې شرايطو کې چې افغانان د امان الله خان په شان د خپلو ملي اتلانو او ارزښتونو په يادولو رټل کېږي او طالبانو یې په شدید ډول غږونه خاموشه کړي، د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه هڅې ځانګړی ارزښت لري.

د طالبانو چارواکي، چې ځان د افغانستان د ازادۍ اتلان بولي، له انګریزي استعمار څخه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي اتل غازي امان الله خان د تلین په اړه یوه لږ تر لږه يو پیغام هم نه دی خپور کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب