سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهایران له افغانستان سره په ګډه پوله کې د يوه روغتون د...

ایران له افغانستان سره په ګډه پوله کې د يوه روغتون د جوړولو ژمنه وکړه

تاند:( جمعه، د ثور نهمه) ‏‏‏په کابل کې د ایران د سفارت مرستيال سید حسن مرتضوي وايي، چې هېواد یې له افغانستان سره پر ګډه پوله یو روغتون جوړوي.

نوموړي د طالبانو د عامې روغتيا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره د لیدنې پر مهال په کابل او باميان کې هم د ايران په مرسته د جوړیدونکو روغتونونو په اړه خبرې کړي.

د طالبانو روغتيا وزارت وايي، چې د کابل په افشارو کې يې د ايران په مرسته د جوړیدونکي روغتون په اړه غوښتي، چې د سرطان ناروغانو ته یې ځانګړی کړي.

سرچینه وايي، چې ايراني لوري یې دغه غوښتنه منلې ده.

د طالبانو د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په ګډه پوله کې د ایران له لوري جوړیدونکي روغتون ته به له ويزې پرته هم افغان ناروغان تګ راتګ وکړای شي.

طالب چارواکو په تورخم او سپين بولدک کې د پاکستان له لوري هم د ورته روغتونونو د جوړیدو خبر ورکړی.

1 COMMENT

  1. په ګډو پولو کې د روغتونونو جوړول ظاهرا یو سم کار دی . مګر د افغانستان ولس په پولو کې نه اوسیږي .
    روغتونونه باید په ښارونو او یا دولایتونو په مرکزونو کې جوړشي چې خلک ورته آسانه تګ راتګ وکړای شي . له لرې پرتو سیمو به خلک څنګه سرحدونو اوپولو ته ځي او هلته لا معلومه نه ده چې دواړه لوري په سوله کې واقع دي او که جنګي شرایط دي . زمونږ ګاونډي هر ګټور کار او اقدام چې د افغانستان په نفعه وي د فشار د آلې په توګه ترې استفاده کوي . کله د تورخم او سپین بولدک دروازې تړي او نوریې د اسلام کلا او د نیمروز په زرنج کې د میلک پول تړي . برښنا راباندې قطع کوي او نور شرطونه راته ږدي .
    البته که روغتون د دواړو هېوادونو په صفرې نقطه کې جوړیږي ، سبا مونږ ته د روغتون پر سر د ملکیت دعوا او نورو سرحدي جنجالونو سره مخامخ کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب