جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: نړيوال دې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره مرسته...

پاکستان: نړيوال دې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره مرسته وکړي

تاند:( جمعه، د ثور نهمه) ‏‏‏د ‏پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د تېر ماښام دوه چاودنې غندلي دي.

 د دغه وزارت په اړونده اعلاميه کې راغلي، چې د بی ګناه افغانانو پر ضد د ترهګریزو پیښو هدف د امن، ثبات او ترقی لپاره د افغان ولس اراده کمزوری کول دي.

 پاکستان په دې اعلاميه کې زياتوي، چې شیعه ګان او هزاره په نښه کول د اندیښنی وړ دي.

‏د پاکستان په اعلامیه کې پر نړی غږ شوی چې افغانستان سره دې د ترهګرۍ د مخنيوي او د ستونزو د حل لپاره هر ډول ممکنه مرستې وکړي.

 د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې د بلخ د چاودنو له قرباني شويو او زيانمنو کورنيو سره خواخوږي هم څرګنده شوې ده.

 د يادونې وړ ده، چې تېر ماښام په مزار شريف کې د دوو چاودنو له کبله طالب چارواکو د ۹ تنو وژل کيدل او د ۱۳ نورو ټپي کیدل تایید کړل.

د دغو چاودنو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب