جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+پښتانه او د نجونو تعليم | عبدالله خيبر

پښتانه او د نجونو تعليم | عبدالله خيبر

پښتانه چې ځانونه د خپل وطن اصلي څښتنان بولي، او تر نورو يې په جګړو او سرښیندنو کې زياته برخه اخيستې ده، مګر د تعليم په ډګر کې نه دي ځليدلي. د هغو پښتنو شمير اوس هم ډېر کم دی چې تعليم ته د قدر په سترګه ګوري او له زړه پر خپلو اولادونو تعليم کوي،  اکثره د تعليم پر ځای روزګار ته مخه کوي او په يوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه تاوېږي. اوس هم پښتانه خپل ماشومان د مکتب پر ځای مدرسې ته ليږي، دوی نه پوهېږي چې په مدرسه کې يې زوی ته څه ښودل کېږي، دوی فکر کوي چې په داسې کولو به د خدای رضايت به خپل کړي او جنت به وګټي.

د ښځو تعليم او زده کړه چې خدای پرې فرض کړې ده، مګر پښتانه د خدای دې حکم ته د شک په سترګه ګوري. دوی خپله خور لور په بدو کې ورکولی شي، په پيسو يې خرڅولی شي، خو د زده کړو لپاره يې مکتب ته نشي ليږلی.

دا چې په فيسبوک کې اکثره پښتانه ځوانان په ظاهره د نجونو د مکاتبو د خلاصون چيغي وهي، دوی خپلې خويندې او لوڼې مکتب ته نه پرېږدي او يا يې له شپيږم ټولګي نه پورته زده کړې پرې نه کوي. د دوی په فکر نجلۍ ته دومره زده کړې بس دي چې يوازې ليک او لوست زده کړي، د ښځې کار او پيسې ګټل دووسي ورته ښکاري. اکثره پښتانه د ښځو ګټه د ځان شرم بولي، نه غواړي چې يو نارينه دې د ښځې د لاس ګټې ته کينې. پښتانه تل غواړي چې پر ښځو حاکمان واوسي، تعليميافته ښځه خو هوښيارېږي، پر سړيو ځان بالا ګڼي او د خدمتګارۍ او غلامۍ حس پکې کمېږي. طالبان هم چې اکثره يې پښتانه دي، د ښځو عصري زده کړو سره چندان نه دي جوړ. دوی تل دا خبره کوي چې موږ کلتوري حساسيتونه په نظر کې نيسو. پر ځای د دې چې د پيغمبر په شان له خپل کلتور نه بد رواجونه ايسته او ښه پکې وپالي، دوی ښه ترې اېسته کوي او بدو ته لا لاره برابروي. يوه نجلۍ که په بدو کې ورکول کېږي، که لوړ ولور پرې اخيستل کېږي، که د پيسو په بدل کې لکه د مال خرڅيږي، که په ميراث کې حق نه ورکول کېږي، هيڅ پروا نشته، خو له زده کړو بايد چې بنده شي.

په ځينو مشهورو ديني کتابونو کې هم د ښځو له عصري تعليم سره مخالفت څرګند شوی دی، يوازې پر ديني تعليم ټينګار شوی دی، په دې کتابونو کې سړي ته د خدايۍ رطبه ورکړل شوې او ښځې ته د غلامې او وينځې. دې کتابونو کې راغلي دي چې پر ښځه يوازې ديني علم فرض دی چې خپل لمونځ اودس په ښه شان ترسره کړي، عصري علم يې دومره بس دی چې ليک او لوست زده کړي، له کوره دباندې معاملې د سړيو کار دی.

زموږ ملايانو هم همدا ډول کتابونه لوستي او منلي دي، او د همدې کتابونو مصنفينو ته د ولي و الله په سترګه ګوري. پښتانه هم چې له ډېر وخت راهيسي د ملا تر سيورې لاندې ژوند کوي، د ملا هره خبره ورته د قرآن ټکی ښکاري، هره خبره چې وکړي دوی يې په سر سترګو مني.

ځيني پښتانه اوس هم هغه نجونې چې مکتب ته ځي په بدو القابو يادوي، ځينې خو خپلو زامنو ته مکتبۍ نجونې نه غواړي، د دوی په فکر د مکتبيو نجونو سترګې شکيدلي او حيا ترې تللي وي.

طالبان چې د نجونو له زده کړو سره حساسيت لري، دوی له همغو کليو او بانډو راښکته شوي دي چې ښځه پکې تر کور او ګوره محدوده ده، که چيرې پښتانه لکه د نورو افغان قومونو د نجونو تعليم ته له زړه کار کړی وای، طالب هيڅکله نشول کولی چې د نجونو مکاتبو ته بهانه جوړه کړي. په دې مو بايد سر خلاص وي، که د افغان نجونو د ښوونځيو بنديدا هر څومره ځنډېږي، د ګناه او شرم بوج يوازې د طالب پر اوږو نه، بلکې د ټولو پښتنو پر اوږو درنېږي.

که پښتون د خپلو اولادونو روزنه د وخت سره سمه په نوې تعليمه سويه ونه کړي، تل به د جنګ خشاک پاتې شي. په دين به سر ورکوي، خو سر به پرې نه خلاصوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب